تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یو چا په نه موجودیت کي نکاح تړل
 
  January 7, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۶۲)

نوم: شریف

د اوسېدو ځاى: (کاناډا)

سوال : د یو کس نکاح چي د هغه په نه موجودیت کي د دولتي مقاماتو له خوا کتبي (په لیکلي ډول) سوې وي، په داسي حال کي شاهدانو هم نکاح خط امضاء کړئ وي، نو د نکاح نوي کېدلو ته اړتیا سته او که یا؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

که چیري د شاهدانو په حضور کي د ښځي یا نارینه نکاح د دوی په اجازه وکالةً وسي دغه نکاح صحیح ده، دوهم واري نکاح نه غواړي، که څه هم دغه نارینه یا ښځه ، دنکاح تړلو پر مهال موجود نه وي او که بل کس دوکالت پرته د یو چا نکاح وتړي، بیا د هغه تر اجازې موقوفه ده که اجازه ورکړي،  نکاح  ئې صحیح سوله دوهم وار تړل نه غواړي او که اجازه  يې ور نه کړه نو نکاح ئې باطله ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): کما فی فتاوی الهندیة: لا يجوز نكاح أحد على بالغة صحيحة العقل من أب أو سلطان بغير إذنها بكرا كانت أو ثيبا فإن فعل ذلك فالنكاح موقوف على إجازتها فإن أجازته ؛ جاز ، وإن ردته بطل. ص۲۸۷ج۱، مکتبه رشیدیه کوئټه.

(۲): وفی ردالمحتار: فإنه قال ينعقد النكاح بالكتاب كما ينعقد بالخطاب . وصورته : أن يكتب إليها يخطبها فإذا بلغها الكتاب أحضرت الشهود وقرأته عليهم وقالت زوجت نفسي منه. ص۱۲ج۳، طبع سعید کراچي.

(۳): وایضًا: واصطلاحا ( من يتصرف في حق غيره )... بغير إذن شرعي... ( كل تصرف صدر منه ) تمليكا كان كبيع وتزويج... ( وله مجيز ) أي لهذا التصرف من يقدر على إجازته ( حال وقوعه انعقد موقوفا ). ص۱۰۶ج۵، طبع سعید کراچي.

(۴): وفی الهدایة: النكاح ينعقد بالإيجاب والقبول بلفظين يعبر بهما عن الماضي. ص۲۸۵ج۲، مکتبه رشیدیه کوئټه.

(۵): وفی الهندیة: يصح التوكيل بالنكاح ، وإن لم يحضره الشهود. ص۲۹۴ج۱، مکتبه رشیدیه کوئټه.

(۶): فتاوی محمودیہ: ص۵۳۸ج۱۱، مکتبہ فاروقیہ. للعلامة المفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (المفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)

جواب: مولوي شاولي الله 
الجواب صحيح: مفتي جان محمد راشد، مولوي سردار محمد و مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته