تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که یو څوک ګناه وکړي باید څه وکړی؟
 
  November 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۸۸)

نوم: ادریس افغان

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان   )

سوال : که یو څوک ګناه وکړي باید څه وکړي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

باید دغه ګناه کار انسان الله جل جلاله ته متوجه سي او په اخلاص سره توبه وباسي.

د توبه نصوحا دغه شرطونه دي:
۱: فی الحال هغه عمل پریښودل، ۲: پر هغه عمل پښیمانه کېدل، ۳: په اینده کي د ګناه پر نه کولو باندي ټینګ عزم کول او ۴: که ئې د بنده ګانو حقوق ضایع کړي وي د هغو ورکول یا په هغو بخښل او همدارنګه که يې لمونځ، روژه یا بله فرضیه پرې ایښي وي د هغو قضاء راوړل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا. سورة التحریم ایت۸.
(۲):وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا. سورة الاعمران( ۱۳۵).
(۳):يُحَدِّثُ ابْنَ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: « يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ فَإِنِّى أَتُوبُ فِى الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّةٍ ».مسلم.
(۴): واختلفت عبارات العلماء فيها ، وأشهرها ما روي عن عمر وابن مسعود وأبي بن كعب ومعاذ بن جبل رضي الله عنهم ، وروي مرفوعا أن التوبة النصوح هي التي لا عودة بعدها كما لا يعود اللبن إلى الضرع. وقيل : هي الندم بالقلب ، والاستغفار باللسان ، والإقلاع عن الذنب ، والاطمئنان على أنه لا يعود. الموسوعة الفقهیة: ج۱۴، ص۱۲۵.
(۵):وأن يبرأ من حق الآدمي ، إما بأن يؤديه أو يسأله حتى يبرئه منه. الموسوعة الفقهیة: ج۱۴، ص۱۲۴.
(۶):وقال الكلبي: التوبة النصوح الندم بالقلب، والاستغفار باللسان، والإقلاع عن الذنب، والاطمئنان على أنه لا يعود. تفسیر قرطیي: ج۱۸، ص۱۹۸. سورة التحریم.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته