تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سهار د سنتو قضايي راګرځول
 
  November 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۸۹)

نوم: جهان

د اوسېدو ځاى: (دوبۍ )

سوال : زه اکثره سهار د لمانځه له وخت څخه وروسته بیداریږم او د سهار د لمانځه قضائي راګرځوم البته سنت او هم فرض، ایا د نورو وختو سنت قضايي نسته پرته له سهار او که څنګه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د سهار سنت نسبتاً مؤکد سنت دي په احادیثو کي يې زیات تاکید راغلی دی، له دې کبله که چيري د فرضو سره قضاء سي نو د فرضو سره ئې هم هغه ورځ تر زوال مخکي قضاء راوړل کیږي،  البته تر زوال وروسته یوازي د فرضو قضاء راوړل کیږي نه د سنتو ، دا ډول د سهار د سنتو څخه ماسیوا د نورو ټولو سنتونو قضاء نه راوړل کیږي، بلکي یوازي د فرضو قضاء راوړل کیږي. 
هر  و خت لمونځ قضاء کول عظیم جرم دی، ټوله عمر قضائي هم د یوه ادائي لمانځه ځای نه سي نیولای.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ۲۴۹۴: م: ورکعتا الفجر اذا فاتتا وحدهما بان جاء رجل ووجد الامام فی صلاة الفجر فدخل مع الامام في صلاته ولم یشتغل برکعتي الفجر انها لا تقضي قبل طلوع الشمس ولابعده قیاسا وهو قول ابی حنیفة وابی یوسف رحمهماالله و اذا فاتتا مع الفرض یقضی مع الفرض الی وقت الزوال و اذا ازالت الشمس یقضي الفرض ولا یقضی السنة. فتاوي التاتارخانیة: ج۲، ص۳۰۲، طبع رشیدیة. 

(۲):  فتاوی حقانیة : ج۳، ص۲۸۹، دارالعلوم حقانیة اکوړه خټک.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته