تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:ایا ولي په کرامت لمر راکښته کوایسي؟
 
  November 14, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۷۵)

نوم: احمد نصیر

د اوسېدو ځاى: (هلمند افغانستان )

سوال : ايا یو پير په خپل کرامت لمر یوه نیزه را کښته کولای سي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

کرامت د اولیاؤ په اختیار کي نه دی، خو داسي کېدلای سي چي الله د یو ولي د کرامت له پاره لمر یوه نیزه راکښته کړي خو د تاریخ په اوږدو کي بیا تر دې دمه دغه ډول کرامت د یو ولي په لاس ښکاره سوی نه دی، البته د کومو کسانو په اړه چي د داسي کرامت خبره کیږي هغه بې سنده او د باور خبره نه  ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال ملا علي قاري رحمة الله علیه:کل ما جاز ان یکون معجرة لنبی جاز ان یکون کرامة لولی. شرح فقه الاکبر: ص۱۳۱.
(۲):وأن إمام الحرمين قال المرضي عندنا تجويز جملة خوارق العادات في معرض الكرامات. ردالمحتار: ج۳، ص۳۰۸.
(۳): قال شیخ ابن عابدین رحمة الله علیه: وفیما مراشارة الی جواز کون الکرمة من جنس ما وقع معجزة للانبیاء کانفلاق البحر انقلاب العصی حیة و احیاء الموتی. مجموعة رسائل ابن عابدین: ج۲، ص۲۷۹،
(۴): امام اعظم رحمة الله علیه او جمهور علماء فرمايي چي د کرامت له پاره خاص اندازه نسته بلکه هرڅه چي معجزه کېدلای سي یو نبي لره روا دی چي کرامت وګرځي یو ولي لره. بوادر النوادر: ص۷۸.  للعلامة الشیخ اشرف علي التهانوي رحمة الله علیه

جواب: مولوي سید محمد ابراهیم
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته