تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اوبو په لوښي کي د ماشوم مړ کېدل
 
  November 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۶۳)

نوم: ګل احمد

د اوسېدو ځاى: ( کندهار،  افغانستان)

سوال : که په کور کي د اوبو غټ لوښی ډک وي او یو کوچنی ور ولویږي او هغه وفات سي ایا پر دغه کسانو باندي چي دا لوښی ئې ډک کړئ دی او اوبه ئې ور اچولي دي کفاره سته او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که د غیږي ماشوم وي د هر چا څخه چي لویدلی وي پر هغه کس ئې کفاره لازمه ده، او که څه غټ ماشوم وي مور او پلار ئې سر نه په ګرځوي اوبو ته ولویږي مړ سي په دې صورت کي هم پر مور او پلار د قتل کفارنه نه لازمیږي، البته د اولاد په ساتنه کي د تقصیر له کبله دي استغفار  او توبه  وکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): صبي مات في الماء أو سقط من السطح فمات ، فإن كان ممن يحفظ نفسه لا شيء على الأبوين ، وإن كان ممن لا يحفظ نفسه فعليهما الكفارة إن كان في حجرهما ، وإن كان في حجر أحدهما فعليه الكفارة هكذا عن نصير ، وعن أبي القاسم في الوالدين إذا لم يتعاهد الصبي حتى سقط من سطح ومات ، أو احترق بالنار لا شيء عليهما إلا التوبة والاستغفار ، واختيار الفقيه أبي الليث - رحمه الله تعالى - على أنه لا كفارة عليهما ، ولا على أحدهما إلا أن يسقط من يده والفتوى على ما اختاره أبو الليث - رحمه الله تعالى - كذا في الظهيرية. الفتاوی الهندیة: ج۶، ص۳۳.
(۲): صبی وقع الما اوسقط من السطح، وان کان لا یعقل فعلی ابویه التوبة والاستغفار والکفارة. فتاوي النوازل: ص۴۳۸، کذا فی ردالمحتار: ج۵، ص۴۴۲.

جواب: مولوي رفیع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته