تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تولیه (معاملات)
 
  November 7, 2013
  0
يو شى په خپل سر يا په څونه چي تمام سوى وي خرڅول تَوْلِيَةٌ بلل کيږي مثلاً : بايع مشتري ته ووايي : دا شى ما په دونه رانيولى دى يا ماته په دوني تمام سوى دى ، په هماغه خپل سر يې درکوم يا په څونه چي را ته تمام سوى دى په هغونه يې درباندي خرڅوم ، نه تاوان پر کوم او نه ګټه درباندي کوم .

د توليې په سودا کي هر هغه مصرف چي د يو شي په قيمت کي زياتوب راولي د شي پر اصلي قيمت اضافه کيږي ، خو د سودا په وخت کي به ورته وايي په دونه را ته تمام سوى دى يا په دونه راته پرې وتي دى .

د توليې سودا هم د امانتي سوداوو د جملې څخه  ده ، که بايع خيانت پکښي وکړي ، ده چي په څوني رانيولى وي يا ده ته چي په څونه پرې وتى وي تر هغه زيات نرخ مشتري ته ووايي او مشتري وروسته په خبر سي ، د ابوحنيفه او ابويوسف رحمهما الله تعالى په وينا په هغه اندازه پيسې يې د ثمن څخه کمولاى سي څونه چي يې تر خپل سر زياتي ورته ويلي دي .

امام محمد وايي : مشتري اختيار لري که سودا يې فسخ کول هم کولاى سي او که يې په هغه طى سوي قيمت قبلول هم اختيار لري .

تَوْلِيَةٌ لکه څنګه چي په ټوله مَبِيعَه کي کېدلاى سي دغه ډول د مَبِيعِې په يوه برخه کي هم کېدلاى سي . 

د مَبِيعِې په يوه برخه کي تَوْلِيَةٌ کول اشتراک يعني شراکت دى ، ځکه څوک چي مثلا د مَبِيعِې نيمه برخه په تَوْلِيَةٌ پر بل چا خرڅوي نو دى هغه د ځان سره په نيمه مَبِيعَه کي شريک کوي .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته