تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: کوم امام چي د مقتدیانو نه وي خوښ
 
  October 29, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۰۳۶)

نوم: محمود 

د اوسېدو ځای: پاكستان

سوال : په هغه امام سي لمونځ کول څنګه دئ ، چي دمقتديانو، نوي خوښ د تلاوت دخرابي له وجهي اوبې تقوا وي په زورامامت كوي دده لمونځ اوپه ده پسي لمونځ څنكه دي؟

جواب:

حامدًا و مصلياً

په کوم امام کي چي شرعي خرابي(تاوان) وي، چي د هغې له کبله لمونځ کول صحيح نه وي، نو د هغه امام جوړول مکروه تحريمي ده، نو که بيا هم مسلمانان د هغه شاته لمونځ کول نه غواړي ليکن دى په ضد او عناد سره لمونځ ورکوي، نو شرعاًده ته اجازه نسته.

په حديث شريف کي ډېر سخت عذاب بيان سويدی او که چيري په مسجد والاوو کي څه تفرقه او جدائي راسي دا ټوله ګناه د دغه امام په غاړه ده، او که چيري کومه شرعي خرابي پکښي نه وي، او خلګ د غلطو اغراضو له امله دى د امامت څخه ليري کوي  او بل غلط امام دروي نو بيا دغه ټوله خلګ  په ګناه کي مبتلا دي.
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عن عبدالله بن عمرو رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم کان يقول: ثلاثه لا يقبل الله منهم صلوة: من تقدم قوماً وهم له کارهون) کال الشوکاني في (النیل) واحادیث الباب بعضها بعضاً، فینتهضن للاستدلال بها علی تحریم ان یکون الرجل اماماً لقوم یکرهونه، ویدل علی التحریم نفی قبول الصلوة. بذل المجهود: کتاب الصلوة، باب الرجل یوم القوم وهم له کارهون.
بذل المجهور في حل أبي داؤد: للمحدث العلامة خلیل احمد سهارنفوري رحمة الله علیه: ج۴، ص۲۱۳. طبع دارالعلمیة. 

الجواب : مولوي عبدالغفار حسني 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري.
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته