تازه سرليکونه
د (فتوا ذکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کرایه ورکول سوي موټر کي زکات
 
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۸۱)

نوم: احمد

د اوسېدو ځاى: (هلمند افغانستان)

سوال : یو کال کیږي یو موټر لرم چي په ۳۵۰۰۰۰ ( درې نیم لکه) افغانۍ مي رانیولی دی او اوس ئې نرخ تقریباً۲۰۰۰۰۰(دوه لکه  ) دی، دا موټر مي په ۵۰۰۰۰ افغانۍ د میاشتي په کرایه ورکړی دی اوس غواړم پوه سم چي ایا پر دې موټر زکات سته او که یا؟ که سته نو څنګه حساب ورته وکړم او څو کیږي؟ 

جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو د موټر په قیمت کي زکات نسته خو د موټر عواید چي نصاب ته ورسیږي او کال پر تېر سي یا نور نصاب ولري پر  هغه کال تېر سي، د موټر پر عوایدو که څه هم کال نه وي تیر سوی د هغه بل نصاب سره یوځای کیږي څلویښتمه حصه ورکول کیږي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولو آجر عبده أو داره بنصاب إن لم يكونا للتجارة لا تجب ما لم يحل الحول بعد القبض في قوله. البحرالرائق: ج۲، ص۲۰۸، طبع رشیدیه.
(۲): لا تجب الزكاة في أعيان العمائر الاستغلالية والمصانع والسفن والطائرات وما أشبهها، بل تجب في صافي غلتها عند توافر شروط النصاب، وحولان الحول... ومقدار الزكاة: هو ربع العشر في نهاية الحول. الفقه الاسلامي: ج۲، ص۸۶۵، طبع بیروت. 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته