تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:وهابي چا ته وايي او کوم علتونه لري؟
 
  October 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۲۳۸)

نوم: ادریس افغان

سوال : وهابی سه ته وایی واهبیان کوم علتونه لری.

جواب : 
حامیداً ومصلیاً
 
د وهابي په نامه فرقه اصلاً محمد بن عبدالوهاب نجدي ته منسوبیږي چي د نجد اوسېدونکی وو او نوموړی خپل ځان د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه مقلد بولي چي په بعضو فروعي مسائلو کي يې د خپل امام سره مخالفت هم کړی دی او ده د ډېر زیات تشدد څخه کار اخیستی.

او سلفیان چي ځانو ته اهل حدیث هم وايي د دوی دا عقیده ده چي د خیرالقرون پر امامانو (مثلاً د څلورو مذاهبو پر امامانو) يې اعتماد نسته او د مذهب امامانو چي د قران او حدیث کومه تشریح کړې ده پر هغه تشریح باندي بې علمه خلګ بد ګمانه کوي او د خپلي تشریح خوا ته خلګ دعوتوي او تقلید (يا پر مذهب تللو) ته شرک وايي او د مذاهبو امامانو ته ارباب من دون الله وايي او د بې علمه خلګو په ذهن کي دا ور اچوي چي مقلدین د خپل امام رایه پر حدیث مقدمه او راجح بولي حال دا چي  دا سراسر افتراء او درواغ خبره ده. 

په  پورته خلګو پسي بېله ضرورته اقتداء کول مکروه تحریمي ده. (۲)

دا د مذهب څخه منکره ډله ده چي په دوی کي هم زښت زیات فکري، عملي او عقیدوي فرق سته چي ځینو يې په امت کي د دین په بهانه د فتنې، فساد او ناوړه او مذموم اختلاف خپرول خپله دنده جوړه کړې ده. 

دوی ته غیرمقلدین هم ویل کیږي (چي ځیني په دوی کي تر حد زیات داسي تیرۍ کړی دی چي صحابه کرام رضي الله عنهم او مجتهدینو امامانو رحمة الله علیهم ته بد رد وايي او بې ځایه عیبونه يې لټوي.).


(۱): كَمَا وَقَعَ فِي زَمَانِنَا فِي أَتْبَاعِ عَبْدِ الْوَهَّابِ الَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ نَجْدٍ وَتَغَلَّبُوا عَلَى الْحَرَمَيْنِ وَكَانُوا يَنْتَحِلُونَ مَذْهَبَ الْحَنَابِلَةِ ، لَكِنَّهُمْ اعْتَقَدُوا أَنَّهُمْ هُمْ الْمُسْلِمُونَ وَأَنَّ مَنْ خَالَفَ اعْتِقَادَهُمْ مُشْرِكُونَ ، وَاسْتَبَاحُوا بِذَلِكَ قَتْلَ أَهْلِ السُّنَّةِ وَقَتْلَ عُلَمَائِهِمْ. ردالمحتار: ج۳، ص ۳۳۹
(۲) حاشیة فتاوی دارالعلوم دیوبند: ج۳، ۱۵۰، طبع دارالاشاعت 
(۳): فتاوی فریدیه: ج۱، ص۱۵۸

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
----------------------------------------------------
د غیرمقلدینو د علماوو عقیده د صحابه وو په اړه: دلته کلیک وکړئ
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته