تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د معذور کس اودس او لمونځ څنګه دی؟
 
  August 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۴۲)

نوم: مسلم

د اوسېدو ځای: کابل
             
سوال : که چيري يو څوک مريض او يا مريضه وي اودس ئي ژر نه وچيرږي يعني ادرار يې څک څک بهيږي خپل اودس نسي ساتلاى او پر کاليو باندي څه نه معلوميږي ايا دغه مسلمان لمونځ په دغه اودس او کاليو صحيح دى او که نه ؟

جواب : 

حامدًا و مصلياً

ستاسو د سوال د جواب لپاره يو څه تفصيل ليکو هغه داچي : شرعي معذور هغه چاته ويل کیږي چي د يوه لمانځه ټول وخت ئى عذر وي، بنديږي نه نو داسي سړى به هر وخت دلمانځه لپاره اودس کوي ، په دغه وخت کي فرض ، سنت او نفل لمونځ کولاى سي ، او که د سړي عذر د يوه لمانځه ټول وخت نه نيوی نو بيا دغه سړى شرعي معذور نه بلل کیږي ، په پاکه جامه به لمونځ کوي .
 
پاته سو د کاليو د پاکو الي حکم ، نو که سړى جامه پريولي او د لمانځه په جريان کي مرداريږي نو پردغه سړي د جامي پاکول لازمي دي ، او که سړى جامه پريولي د لمانځه په جريان کي بيا مرداريږي نو پر  دغه سړي د جامې پاکول لازمي نه دي . البته که نجاست ډېر زيات سو نو په ورځ کي يو وار دوه پريولل ضروري دي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن عائشه رضي الله عنها ان النبى صلي الله عليه وسلم قال القاطمه بنت حجش توضئى لوقت کل صلاة. باب مَنْ قَالَ الْمُسْتَحَاضَةُ تَغْتَسِلُ مَنْ ظُهْرٍ إِلَى ظُهْرٍ. کتاب الطهارة ، ج١ ، ص٤١ . سنن ابي داود ، طبع مير محمدکتابخانه کراچي .

(٢): وَحُكْمُهُ الْوُضُوءُ  لَا غَسْلُ ثَوْبِهِ وَنَحْوِهِ  لِكُلِّ فَرْضٍ ... إنْ لَمْ يُفِدْ كَمَا يَأْتِي مَتْنًا، نْ لَا يَغْسِلَهُ إنْ كَانَ لَوْ غَسَلَهُ تَنَجَّسَ قَبْلَ الْفَرَاغِ مِنْهَا  أَيْ  الصَّلَاةِ وَإِلَّا  يَتَنَجَّسْ قَبْلَ فَرَاغِهِ  فَلَا  يَجُوزُ تَرْكُ غَسْلِهِ ، هُوَ الْمُخْتَارُ لِلْفَتْوَى .رد المحتار ، ج١ ، ص٥٥٧ . طبع مکتبه رشيديه کوئټه .

(٣) : وَسَلَسُ الْبَوْلِ اسْتِرْسَالُهُ وَعَدَمُ اسْتِمْسَاكِهِ ، يَتَوَضَّئُونَ لِوَقْتِ كُلِّ صَلَاةٍ ، وَيُصَلُّونَ بِهِ فِي الْوَقْتِ مَا شَاءُوا مِنْ فَرْضٍ وَنَفْلٍ ،وَالْمَعْذُورُ مَنْ لَا يَمْضِي عَلَيْهِ وَقْتُ الصَّلَاةِ إلَّا وَاَلَّذِي اُبْتُلِيَ بِهِ يُوجَدُ فِيهِ ،وَقَدْ وَفَّقَ صَاحِبُ الدُّرَرِ بَيْنَهُمَا بِحَمْلِ اسْتِيعَابِ الْمَذْكُورِ فِي أَكْثَرِ الْكُتُبِ عَلَى مَا يَعُمُّ الْحُكْمِيَّ . مجمع الانهر ، ج١ ، ص٨٥ ، فصل المستحاضة . مکتبه غفاريه کوئټه .

(٤) : وَالْمُسْتَحَاضَةُ وَمَنْ بِهِ سَلَسُ الْبَوْلِ وَالرُّعَافُ الدَّائِمٌ إلَى آخِرِهِ وَكَذَا مَنْ بِهِ انْفِلَاتُ رِيحٍ وَاسْتِطْلَاقُ بَطْنٍ ( قَوْلُهُ : فَيُصَلُّونَ بِذَلِكَ الْوُضُوءِ مَا شَاءُوا مِنْ الْفَرَائِضِ وَالنَّوَافِلِ ) وَكَذَا النُّذُورُ وَالْوَاجِبَاتُ مَا دَامَ الْوَقْتُ بَاقِيًا ، الجوهرة النيرة ،ج١ ، ص٩٤ ، مطلب في المستحاضة ، مکتبه رحمانيه کوئټه .
 
جواب : مولوي عبدالواسع 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مفتي جان محمدر اشد 
تعليم الاسلام دارلافتاء
کندهار افغانستان
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته