تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د رضاعي مور د لور سره نکاح
 
  August 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٥٨)

نوم:س ع م

د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان)

سوال : يو هلک د يوې نجلۍ سره د نجلۍ دمور شيدې خوري، ددغې نجلۍ د کشري خور سره د هلک نکاح څنګه ده او د هلک د کشر ورور نکاح د نجلۍ د کشري خور سره او د هلک د کشري خور نکاح د نجلۍ د کشر ورور سره څنګه ده؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً
 
هلک چي د کومي ښځي شيدې رودلي دي دغه ښځه  ددغه هلک مور ده ددغې ښځي لوڼي که مشره ده او که کشره ده تى ئې ورسره رودلی دي او که نه، ددغه هلک خويندي دي نکاح ئې نه ورسره کيږي او د هلک د ورور نکاح د انجلۍ سره او ددې د خور سره که مشره ده او که کشره صحيح کيږي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( وَلَا حِلَّ بَيْنَ رَضِيعَيْ ثَدْيٍ ) أَيْ بَيْنَ مَنْ اجْتَمَعَا عَلَى الِارْتِضَاعِ مِنْ ثَدْيٍ فِي وَقْتٍ مَخْصُوصٍ. ( وإن ) ( اختلف زمانهما ) أي سواء أرضعتهما في زمان واحد ، أو في أزمنة متباعدة لأن أمهما واحدة. ملتقى الابحر مع شرحه مجمع الانهر: ج١، ص٥٥٤.
(٢): ( وتحل أخت الأخ لها رضاعا) ونسبا کان يکون له اخ من النسب ولهذا لاخ اخت رضاعية و ان يکون له اخ الرضاع له اخت نسبية. مجمع الانهر مع الدرالمنتقى: ج١، ص٥٥٤.


جواب:  مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني ، مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته