تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه په اسلام او ساینس کي (۲)
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 23, 2018
  0

لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

روژه په  مبارکو احاديثو کي
 
۱ :عن أبي هريرة رضي الله عنه في الصحيح أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إذا كان رمضان فتحت أبواب الرحمة وغلقت أبواب جهنم وسلسلت الشياطين) (مسلم شریف، بخاري شریف، مشکوة شریف)

 

۲: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال : إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة وغلقت أبواب النار وصفدت الشياطين. رواه مسلم (۱۰۷۹)

 

۳: عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه أتاكم رمضان شهر مبارك فرض الله عز و جل عليكم صيامه تفتح فيه أبواب السماء وتغلق فيه أبواب الجحيم وتغل فيه مردة الشياطين لله فيه ليلة خير من ألف شهر من حرم خيرها فقد حرم. اخرجه النسائي(۲۱۰۶)

 

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي کله د روژې میاشت راسي نو د اسمان دروازې (او په یوه روایت کي د جنت دروازې او په بل روایت کي د رحمت دروازې) پرانستل سي او د جهنم دروازې بندي کړل سي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل سي او په دې میاشت کي یوه شپه ده چي تر زرو شپو یې عبادت ثواب لري.

 

۴: عن سهل بن سعد رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: في الجنة ثمانية أبواب فيها باب يسمى الريان لا يدخله إلا الصائمون. (رواه البخاری ۳۰۱۷)

 

۵: عن سهل رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:  إن في الجنة بابا يقال له الريان يدخل منه الصائمون يوم القيامة لا يدخل منه أحد غيرهم يقال أين الصائمون فيقومون لا يدخل منه أحد غيرهم فإذا دخلوا أغلق فلم يدخل منه أحد.) البخاري (۱۷۹۷)

 

حضرت سهل بن سعد رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د جنت اته دروازې دي چي په هغو کي یوه دروازه د (ريان) په نامه ده چي پر هغې دروازې به یواځي روژه نیونکي داخلیږي.

 

په بل روایت کي راځي چي کله روژه نیونکي ددې دروازې له لارې داخل سول هغه دروازه وتړل سي او ددغې دروازې له لارې بل هیڅوک نسي داخلېدلای. (بخاري شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)

 

۶: عن أن أبا هريرة حدثهم أن رسول الله قال من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ومن قام ليلة القدر إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه. رواه مسلم(۷۶۰)

 

۷: عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال من قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه. رواه مسلم(۷۵۹)

 

له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم کس چي د ایمان او ثواب غوښتلو په نیت روژه ونیسي د هغه تېر سوی ګناهونه به و بخښل سي همدغه ډول کوم څوک چي د شب قدر په شپه کي په ایمان او اخلاص سره په عبادت بوخت وي د هغه تېر سوې ګناهونه به معاف کړل سي. 

 

۸:  قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: كل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة عشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف قال الله عز وجل إلا الصوم فإنه لى وأنا أجزى به يدع شهوته وطعامه من أجلى للصائم فرحتان فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه. ولخلوف فيه أطيب عند الله من ريح المسك. (رواه مسلم، عن أبي هريرة، الصفحة أو الرقم: ۱۱۵۱)

 

۹: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: الصيام جنة فلا يرفث ، ولا يجهل وإن امرؤ قاتله ، أو شاتمه فليقل إني صائم مرتين والذي نفسي بيده لخلوف فم الصائم أطيب عند الله تعالى من ريح المسك يترك طعامه وشرابه وشهوته من أجلي الصيام لي وأنا أجزي به والحسنة بعشر أمثالها.  البخاري (۱۷۹۵)

 

د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي انسان ته پر هر عمل له لسو څخه تر اوو (۷۰۰) سوو پوري د ثواب بدله ورکول کیږي، مګر الله جل جلاله وایي چي روژه له شماره څخه بېله ده دا ځکه چي هغه خاص زما لپاره ده، او زه د هغې بدله ورکوم، ولي چي روژه نیونکی خپل خواهش، خوراک او څښاک خاص زما لپاره پرېیښی وو، د روژه نیونکي لپاره دوې خوشحالۍ دي، یوه د روژې د ماتولو پر وخت او دوهمه د الله تعالی سره د ملاقات پر وخت او د روژه نیونکي د خولې بوی الله ته د مشکو له بوی څخه هم خوښ دی، روژه د ګناهونو په وړاندی سپر (ډال) دی او کله چي کوم یو له تاسو څخه روژه نیونکی وي نو بدي خبري دي له خولې څخه نه راباسي او نه دي ښکنځل کوي، کله چي بل څوک بدي خبري ورته وکړي یا له ده سره جګړه کوي نو دی دي ځواب ورکړي چي زه روژه نیونکی یم. (بخاري شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

 

۱۰:  عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا كان أول ليلة من شهر رمضان صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت أبواب النار فلم يفتح منها باب وفتحت أبواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادي مناد يا باغي الخير أقبل ويا باغي الشر أقصر ولله عتقاء من النار وذلك كل ليلة. اخرجه الترمذي (۶۸۲، و ابن ماجه و مشکوة)


حضرت ابوهريره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي کله د روژې لومړۍ شپه سي نو شیطانان او سرکښه پېریانان وتړل سي، د جهنم ټولي دروازې بندي کړل سي یوه هم پرانستې نه وي، او د جنت ټولي دروازې پرانستل سي یوه هم بنده نه وي؛ یو اواز کوونکی اواز کوي چي ای خیر غوښتونکې! مخ را وګرځوه او ای شر غوښتونکي! شر پرېږده ! او الله جل جلاله په روژه کي ډېر خلک له دوږخ څخه ازادوي او دا معامله هره شپه تر سره کیږي. 

سرته