تازه سرليکونه
د (تابعين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام عطاء بن ابي رباح (رحمه الله)
 
  July 12, 2013
  0
سلمة بن کهیل رحمة الله   عليه  وايى:

ماهیڅوک نه دی لیدلی چي په خپل علم سره ئې صرف د الله جل جلاله رضاء مقصد وي، پرته له دغو درو کسانو (عطاء، طاوس او مجاهدرحمة الله عليهم). 

د هجرت په ۹۷ کال د ذی الحجې د میاشتي وروستۍ ورځي وې، چي مکې مکرمې ته له لیري او نزدو څخه په ډلو ډلو زیارت کوونکي د څپانده بحر په شان را روان وه، پیاده، سپاره، ځوانان، سپین ږیري، نارینه او ښځينه، تور سپین عربي عجمي، امير او مامور ټوله د الله جل جلاله و دربار ته په عاجزي سره تلبیه ویونکي  د خپلو هیلو او امیدنو سره حاضرېدل، دمسلمانانو خلیفه شهنشاه اعلیحضرت سلیمان بن عبدالملک هم لڅ سر لوڅي پښې په يوه لنګ او پټو کي د نورو عادي خلګو په شان د بیت الله شریفي په طواف بوخت دی، شاته يى خپل دوه ښکلي زامن هم ور پسې دي، طواف لا نه ؤ ختم سوی چي سليمان بن عبدالمالک و يوه  خاص نفر ته متوجه سو او ورته یې وويل ستاسو صاحب چيري دى، هغه د مسجد لوېديځ طرف ته اشاره وکړه او ویې ويل هلته  ولاړ دى لمونځ کوي، خليفه هم فوراً هغه لور ته چي ورته اشاره سوې وه، د خپلو زامنو سره ور روان سو، نورو خادمانو او وزيرانو او معاونينو يې هڅه کول، تر څو خليفه ته لار پرانيزي او د بيروبار د تکليف څخه يې وژغوري، لاره یې ورته پرانيستل. خليفه وويل چي دا داسي ځاى دى چي دلته شاه او ګدا يو ډول دی، يو پر بل د تقوا څخه پرته په بل هيڅ شي سره فضليت نه لري، بيا دهغه سړي طرف ته چي ورته اشاره سوې وه، ورغلی، هغه سړى د پخوا په شان مسلسل د خپل لمانځه په رکوع او سجده کي غرق ؤ، نور خلګ یې شاته، راسته او چپه طرف ته چار چاپېره په انتظار ناست وه، سليمان بن عبدالملک هم د مجلس په پاى کي کښېنستی زامن یې ورسره کښېنستل، زامن یې په دې فکر کي وه، چي دا به څوک وي، چي امير المؤمنين یې ملاقات ته په انتظار ناست دى، سړي ته ګوري چي تک تور پېچلي ورېښتان یې دي کله چي هغه سړي خپل لمونځ خلاص کړ و هغي خوا ته چي خليفه ناست ؤ، را وګرځېدی، خليفه ورته سلام ووايه هغه ورته د سلام جواب ورکړ، خليفه ور څخه د حج د مناسکو په اړه مختلیفي پوښتني پېل کړې، هغه ورته  د هري پوښتني جواب په ښه تفصيل سره ورکاوه، د خپلي هري خبري سند به یې و رسول الله صلى الله عليه وسلم ته منسوباوه او ويل به یې رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي فرمايلي دي، کله چي د خليفه پوښتني خلاصي سوې نو یې له ده څخه د منني تر څنګ خپلو زامنو ته وويل را ولاړ سئ، هغوی هم  را ولاړ سول، دوی درې سره  د مسعې پر لور روان سوه، دوی لا د صفا او مروة  په طواف بوخت دي، چي يو سړى آواز کوي چي اې مسلمانانو دلته دي د عطا بن ابي رباح پرته بل څوک فتوی نه ورکوي، البته که هغه نه ؤ بيا عبدالله بن ابي نجيع دى، دا د حکومت امر دی د بادشاه په زامنو کي يوه و خپل پلار ته وکتل او  ویې ويل دا څنګه خبره ده چي د امير المؤمنين والي داسي اعلان کوي چي اې خلګو د عطاء او د هغه د ملګري څخه پرته دي بل هيڅوک فتوا نه ورکوي، حالانکه هغه د خليفه اميرالمؤمنين هيڅ قدر او احترام ونه کړ؟

سليمان بن عبدالملک و خپل زوى ته وويل اې زويکيه، دغه نفر چي تا وليدی چي موږ ورته په ذليله توګه په دغه لوړ منصب کي وړاندي سوو عطاء بن ابي رباح  ؤ،  په مسجد حرام کي د فتوی خاوند او د عبدالله بن عباس وارث او ځاى ناستى دی او دا یې هم ورسره وويل اى زويه! علم زده کړه ځکه چي په علم سره سړى سرلوړی کيږي او مريان د باچاهانو درجې ته رسيږي، رښتيا هم سليمان بن عبدالملک په خپله خبره کي هيڅ مبالغه نه ده کړې، ځکه چي عطاء بن ابي رباح په کشرتوب کي د مکې مکرمې د يوې ښځي مريی ؤ، مګر الله جل جلاله و دغه حبشي غلام ته عزت ور په برخه کړ. په دا ډول چي د وړکتوب د لومړنيو ورځو راهيسي یې د علم په لار کښي قدم کښېښودی او خپل قېمتي ژوند یې په درې برخو ووېشی:
 
په يوه برخه کي به یې د خپلي سرداري چوپړ او خدمت په ښه توګه تر سره کاوه او د هغې چي څه ډول حق ؤ،  هغه يې سرته رساوه، د وخت بله برخه یې صرف د الله جل جلاله د رضاء په خاطر د الله جل جلاله د بندګۍ او عبادت  لپاره ځانګړې کړې وه او يوه برخه یې د علم د حاصلولو لپاره ځانګړې کړې وه، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د صحابه کرامو څخه چي څوک تر دې دمه ژوندي وه د هغوی سره به یې ليدل او د هغوی صافو او ړونو علمي سرچينو څخه به یې خپله علمي تنده ماتول د ابو هريرة، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبير او داسي نورو صحابه کرامو څخه یې استفاده پيل کړه، تر څو خپله سينه  یې په نبوي علومو او فقهي سره ډکه کړه کله چي د ده سرداري وليدل چي غلام خو یې خپل نفس د الله په لار کښي پلورلی دی او خپل ژوند یې د علم و طلب ته وقف کړى دى، نو تر خپل حق تېره سوه او دى یې په دې خاطر چي اسلام او مسلمانانو ته یې ګته ورسيږي، د الله جل جلاله د رضا لپاره ازاد کړ،  ده هم د همهغه وخت څخه و بيت الله الحرام ته مخه کړه او هغه یې د ځان لپاره خپل کور، مدرسه او پناه ګاه وګرځول، چي زده کړه به یې په کښي کول او الله جل جلاله ته به یې په عبادت او تقوی سره تقرب حاصلوی آن تر دې  چي تاريخ پوهانو ليکلي دي، چي عطاء بن ابي  رباح  د علم او پوهي و يوې داسي هسکي درجې ته ورسېدی، چي د ده د عصر ډېرو کمو کسانو ورته  لاس رسى کېدی، حضرت عبدالله بن عمر چي کله د عمرې د اداء کولو  لپاره  و مکې مکرمې ته راغلی نو خلګو فتواوي او پوښتني ترې پيل کړې، ده پر خلګو مخ را واړوی او ورته وې ويل: اې خلګو زه تاسي ته حيران يم چي تاسي زما څخه پوښتني کوی، حالانکه په تاسي کي عطاء بن ابي رباح موجود دى. عطاء د علم و دغه هسکي درجې ته د دوو خصلتونو له کبله ورسېدی.
 
(١): پر خپل نفس باندي یې حاکمانه تسلط او بری موندلی ؤ او هغه يې دېته نه پرېښود چي په بې ځايه لذتونه او خوندونو کي ولوبيږي. 

(٢): خپل وخت یې په پالتو او فضولو کارونو کي د اخته کېدو څخه ژغورلی ؤ. محمد بن سوقه (چى يوغټ محدث دى) يوه ورځ و يوې غټي ډلي ته چي ده  ته د زيارت لپاره راغلي وه داسي وويل: ايا زه تاسي ته يوه داسي ګټوره خبره ونه کړم؟  ترڅو تاسي ته هم داسي ګټه وکړي، لکه ماته چي یې کړې ده. هغوی ورته وويل هو ولي نه؟

محمد بن سوقه رحمة الله عليه ورته وفرمايل: ما ته عطاء بن ابي رباح نصيحت وکړ او راته یې وويل اې وراره زموږ څخه مخکنيو به پالتو او فضول خبري نه خوښولي ما ورته وويل دوی فضول خبري څه شي ته وايي؟ ده راته وويل د هغوی په اند د الله جل جلاله د کتاب د قرائت او په هغه باندي د فهم او پوهي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو باندي خپل ځان او يا بل د پوهولو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د هغه علم چي سړى ځان الله ته په نزدې کوي او يا دا چي د خپلي روزۍ او معاش د برابرولو لپاره داسي خبره وسي چي چاره ور څخه نه وي، نوري ټولي فضولي خبري دي او بيا یې زما خواته په ځېر سره وکتل او وېي ويل ايا تاسي دا ايت نه لولی. وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ (10) كِرَامًا كَاتِبِينَ . سورة الانفطار. ايت١٠-١١.

پر هر انسان باندي دوې ملائکي ګمارل سوي دي، عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ (17) مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (18). سورة ق، ايت١٧-١٨. 

او بيا یې وفرمايل ايا يو څوک په دې نه شرميږي چي د قيامت په ورځ یې خپله عملنامه اکثره د داسي څه څخه ډکه وي چي هغه نه د دين کارونه وي او نه د دنيا. د عطاء بن ابى رباح په ذريعه الله جلا جلاله زيات شمېر کسانو ته ګټه  ورسول، چي ځني پکښي د خاصي طبقې خلګ وه او ځني نور بيا کار او کسب والا وه. امام ابوحنيفة رحمة الله عليه د خپل ځان قصه کوي او وايي چي زه په پنځو مسئلو کي چي د مناسکو په اړه وې تېروتلم، پنځه سره يوه حجام (نايي) را وښودلې. خبره دا وه چي په حج کي ما د احرام څخه د وتلو لپاره د سر خريلو اراده وکړه نو نایي ته راغلم او ورته ومي ويل سر په څو روپو را خروې هغه راته وويل الله جل جلاله دي هدايت درته وکړي، د حج په مناسکو او عباداتو کي شرط نه لګول کيږي، کښېنه هر څو چي دي راکړې هغه صحيح دي، په دې خبره زه وشرمېدم البته کښېنستم خو د قبلې څخه چپ کښېنستم نايي اشاره راته وکړه چي سم قبلې ته مخامخ کښېنه، زه هم سم سوم نور هم خجله سوم، بيا مي د سر چپه خوا د خريلو لپاره ورته وړاندي کړه هغه راته وويل راسته خوا را وګرځوه، ما هم د سر راسته خوا ورته را وګرځول، بيا یې راته وويل ولي چپ ناست يې تکبير ووايه ما هم تکبير شروع کړ، تر څو را پورته سوم نايي راته وويل چيري ځې ما ورته وويل خپلي سپرلۍ ته ځان رسوم، ده راته وويل لومړی دوه رکعته لمونځ وکړه بيا چي هر چيري ځې ورځه، ما هم دوه رکعته لمونځ وکړی او د ځان سره مي وويل داسي مسائل د ښه عالم څخه ماسېوا بل څوک نه سي بيانولاى نو مي پوښتنه ځني وکړه؟ تاته دا مسائل چا در ښودلي دي؟ ده راته وويل ما عطاء بن رباح په دغه رنګه کولو ليدلى دى، د هغه څخه مي زده کړي دي او خلګو ته یې هم ورښيم.

عطاء بن ابي رباح مخي ته دنيا ذليله راغله، مګر ده ور څخه سخت اعراض وکړ او سخت انکار یې ورڅخه وکړ، حتی خپل ټول عمر او ژوند یې په يوه قميص چي قېمت او بيه یې پنځه درهمه وه تېر کړ، د وخت خلفاؤ او بادشاهانو و خپل مصاحبت او ملګرتيا ته دعوت کړ، مګر له دې ويري چي دى خپل دين د دوی له دنيا څخه وژغوري، د دوی و غوښتني ته یې هر وخت منفي جواب ورکړ، مګر که به بيا هم په کوم کار کي د عامه مسلمانانو خير او ښېګڼه وه د هغه لپاره به د يوه نمائنده په توګه د خليفه دربار ته ورتلی، په دې اړه عثمان بن عطاء خراساني يوه واقعه نقل کوي او وايي: چي زه د خپل پلار سره د هشام بن عبدالملک دربار ته روان وم، کله چي دمشق ته نزدې يو ځاى ته ورسېدو ګورم چي پر يوه تور خره باندي يو شېخ سپور دى، د ټاټ شوخ او کلک کالي یې اغوستي دي، زړه چپنه یې ده  خولۍ يې پر سر باندي موښتې ده (د ډېر استعمال له کبله)، رکابونه (آس ته د پورته کېدو لپاره چى پښه ور باندى ږدى) د لرګي دي، ماته خندا پر راغله پلار ته مي وويل دا سړى څوک دى، پلار مي راته وويل چپ سه دا د حجاز د فقهاؤ سردار عطاء بن ابي رباح دى، کله چي را نزدې سو نو زما پلار د خپل غاطر څخه ورته را کښته سو، دی هم د خپلي سورلۍ څخه را کښته سو دواړه سره غاړه تر غاړي سول، پوښتني یې سره وکړې، بيرته سپاره سول او روان سول، ترڅو د هشام بن عبدالملک د دربار پر دروازه سره ودرېدل، لا کښته سوى نه وو چي ورته د باچا لخوا ورته د ورتلو اجازه وسوه. 

کله چي زما پلار د مجلس څخه را ووتى، نو ما ورته وويل ستاسي د مجلس څه کار ګزاري راته بيان کړه، پلار مي راته وويل هشام بن عبدالملک چي کله خبر سو چي عطاء بن ابى رباح دروازې ته راغلى دى، نو په منډه او تلوار راغلی او د راتلو اجازه یې ورته وکړه، په الله قسم چي زه هم د ده له رويه ور سره داخل سوم، چي هشام وليدی نو یې ورته وويل مرحبا، مرحبا راځه، راځه خداى دي راوله. همدا خبري یې ورته کولې تر څو یې د خپل ځان سره پر تخت باندي کښېناوه او دى (هشام) مخامخ ورته په ادب کښېنستی په مجلس کي نور قومي مشران او وزيران هم ناست وه، خبري یې سره کولې، د ده په راتګ سره هغوی يو دم چوپ سول، هشام ورته وويل ای ابو محمده  څه کار دي ؤ، عطاء ورته وويل اهل الحرمين (د حرمين اوسېدونکي) د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم همسايه ګان دي، د دوی رزق او روزي او عطايا و هدايا پر دوی باندي تقسيم کړه، ور یې کړه، هغه ورته وويل سمه ده منشي ته یې امر وکړ: اى غلامه! د يوه کال لپاره و اهل حرمينو ته د هغوی ارزاق او عطايا وليکه. بيا هشام ورته وويل بل کوم ضرورت لرې؟
 

عطاء ورته وويل هو اى امير المؤمنين د اهل حجاز او نجد خلګ اصلى عرب او د اسلام قائدين دي اضافه صدقات، زکوة او عشر دوی ته د بيت المال  څخه ورکړه. هغه ورته وويل صحيح ده بل کوم ضرورت سته؟ ده ورته وويل بلى هو اى امير المؤمنين سرحدي ساتونکي پوځيان چي د دښمن په مقابل کي شپه او ورځ ولاړ دي او د مسلمانانو څخه د شر دفع کوي، نو د دوی تنخواوي ور اضافه کړه، تر څو د دوی اړتياوي پوره سي، ځکه که دوی هلاک سوه نو سرحد هم له منځه ځي. هغه ورته وويل سمه ده غلام ته یې امر وکړ چي د دوی ارزاق او تنخواګاني دي فوراً دوى ته ور واستول سي، بل کوم ضرورت لرى؟ ده ورته وويل بلي هو پر ذميانو باندي بايد دومره بار وانه چول سي، چي دوی یې توان ونه لري د دوی جزيه او ټيکس دي د دوی د توان هومره سي دا ځکه چي که تاسي د دوی بار ور سپک کړی دوی به ستاسي سره ستاسي پر دښمن باندي همکاره او معاونين وګرځي. بل څه ضرورت؟ 

ده ورته وويل هو سته هغه دا چي ته پخپله د الله څخه وبېرېږه او په دې ځان پوه کړه چي يوازي پيدا سوى يې، يوازي به مرې، يوازي به د قيامت په ورځ را پورته کېږې، او يوازي به در سره حساب کېږي، قسم په الله دا ته چي یې اوس ويني دا به يو لا هم نه وي درسره، هشام سر وځړاوه او مځکه یې ګرول او ژړل یې عطاء را ولاړ سو زه هم ورسره را ولاړ سوم، چي کله دروازې ته را رسېدو ګورم چي يو نفر يوه کڅوڼه نه پوهېږم چي څه شی به پکښي وه ور پسي راوړه او ورته یې وويل دا اميرالمؤمنين ستا لپاره راکړه.  ده ورته وويل هی هات  دا خو زه نسم قبلولاى (وما اسئلکم عليه من اجران اجرى الاعلى رب العلمين) قسم په الله چي څه ډول ورغلى ؤ هم هغسي ځني را ووتی يو غړپ اوبه یې لا هم ونه څښلې عطاء بن ابى رباح ته الله جل جلاله ډېر عمر ورکړ حتى سلو کالو ته وه رسېدی، چي ټوله یې په علم، عرفان او عمل سره ډک کړ، په تقوى او خير سره یې وځلاوه، او خلګو ته یې د لاس نيولو څخه په پوره توګه ځان پاک وساته او استغناء یې غوره کړه. 
 
هغه چي د خلګو سره په لاسو کښي وه، د هغه څخه یې په جدي توګه خپل ځان او ژوند وژغوره او هغه څه چي د الله سره دي هغوی ته یې پوره ليوالتيا ښودل د مرګ په وخت کي یې د دنيا د بار څخه خپل ځان سپک کړی ؤ، او د اخرت لپاره يې ښه توښه برابره کړې وه اويا (۷۰) حجه يې کړي وه اويا (۷۰) ځلي د عرفات پر ميدان درېدلی او د الله جل جلاله څخه یې د هغه د رضا او د جنت خواستونه پکښي کړي دي، او د دوږخ له اوره یې پناه غوښتې ده.

ماخذ: صور من حياة التابعين، صفحه :۹-۲۲ 
تاليف: د الدکتور عبدالرحمن رافت الباشا
ژباړه: مولوي سید عبدالباري 
 

سرته