تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د شي نرخ ټيټول او نور اضافه وربخښل
 
  June 27, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٧٤)

نوم: احمد
                                             
سوال : که د یو شي بیه یو پلورونکي په (۱۰۰) افغانۍ ایښې و ي یعني دوکاندار یو شی په سل افغانۍ ورکوي مشتري ورته ووايي چي ته ما ته همدا شی مثلاً په پنځوس افغانۍ راکړه زه به تا ته پنځوس افغانۍ نوري همداسي درکړم خو دا شی تر پنځوس افغانۍ زیات نه غواړم او که دوکاندار دده خبره قبوله کړي او مشتري ته هغه شی په پنځوس افغانۍ ورکړي او مشتري یې هم په پنځوس افغانۍ قبول کړي، پنځوس افغانۍ د جنس ورکړي او پنځوس افغانۍ همداسي ورکړي ایا دا ډول سودا صحیح ده که یا؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

محترمه! ستاسو د سوال جواب دا دئ چي په پیسو او مبیعه دواړو کي زیادت کېدلای سي، د سودا هغه صورت چي تاسو لیکلئ دئ، صحیح دئ البته تاسو چي کله په پنځوس افغانۍ سودا وکړل بیا وروسته ستاسو له طرفه په دغه مجلس کي پنځوس افغانۍ ور زیاتي سولې دغه پنځوس افغانۍ پر تاسو باندي لازمي ګرځي او د اصلي پیسو سره یو ځای کیږي(چي پنځوس افغانۍ وې).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):کما فی شرح المجلة لرستم باز:المادة:۲۵۵:- للمشتری ان یزید بالثمن المسمْی بعد العقد سواء کانت الزیادة من جنس الثمن او غیره فی مجلس البیع او بعده من المشتری..... فاذا قبل البائع تلک الزیادة فی ذالک المجلس کان له حق المطالبة بها ولا تفید ندامة المشتری.کتاب البیوع، شرح المجلة لرستم باز: ج١، ص١٣٢ ، مکتبه فاروقیه پېښور.
(٢): وفی شرح المجلة للأتاسی:المادة:۲۵۵:- للمشتری ان یزید بالثمن بعد العقد سواء کانت الزیادة من جنس الثمن او غیره فی مجلس البیع او بعده..... فاذا قبل البائع تلک الزیادة فی ذلک المجلس کان له حق المطالبة بها ولا تفید ندامة المشتری. کتاب البیوع، شرح المجلة للاتاسي: ج٢، ص١٨٠.مکتبه حقانیه  پېښور.

(٣): وفی المجلة:المادة:۲۵۵:- للمشتری أن یزید فی الثمن بعد العقد فاذا قبل البائع تلک الزیادة فی ذلک المجلس کان له حق المطالبة بها ولا تفید ندامة المشتری.کتاب البیوع، في المجلة: ص٥٢ .قدیمي کتب خانه کراچي.          
(٤): وفی مجمع الأنهر: و کذا صح الزیادة فی المبیع ولزم البائع دفعها ان قبل المشتری ذلک لأنه تصرف فی حقه و ملکه ویلتحق بالعقد فیصیر حصته من الثمن حتی لو هلکت الزیادة قبل القبض تسقط حصتها من الثمن. کتاب البیوع، باب المرابحة والتولیة، مجمع الانهر: ج٣، ص١١٦. 

جواب: مولوي شاه ولي الله 
الجواب صحيح: مفتي جان محمد راشدو مولوي سردار محمد
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته