تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ټاکلي مهر نه اخیستل نکاح ته زیان
 
  June 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸٧٠)

نوم: جانان
                                                     
سوال : که د یوه هلک او نجلۍ نکاح وتړل سي او د انجلۍ د ورکولو په وخت کي د هلک طرف مهر په خپله خوښه تقریبًا ۲۰۰۰۰۰ کالداري د انجلۍ ورور ته ورکوي، او په دې وخت کي د انجلۍ ورور قطعي انکار د پیسو اخیستلو کوي، او پیسې وانخلي او دا پیسي د ناوي په زرو امیل... او نوور مصرف سوې بیا نکاح او واده په شرعي طریقه وسي اوس د واده وروسته د دوي نکاح ته خو به کوم مشکل شرعي نه وي مخامخ؟
 
 جواب : 

حامداً و مصلياً

 ستاسو نکاح ته هیڅ شرعي  مشکل نه واقع کیږي، نکاح صحیح ده، د ولور معافي د خپلي ښځي څخه و غواړه يا مهر مثل ورته ورکړئ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال  ويصح النكاح وإن لم يسم فيه مهرا لأن النكاح عقد انضمام وازدواج لغة فيتم بالزوجين. الهدایة: المجلد الثاني، ص۱۹، باب المهر.

جواب: مولوي عبدالغفار حسینی
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي و مولوي سید عبدالباری
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

 

سرته