تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مسجد لپاره د کافر وقف مځکه
 
  June 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : ( ٨٤٦)

نوم : محبت
                                                          
سوال :کله چي د الله پاک کور يعني مسجد جوړيږي نو دهغه لپاره بايد مځکه وقف سي، نو که چيري دغه مځکه د يو بغير کتابي لخوا وقف سوې وي، او د هغه ملکيت وي، نو  ايا که په دغه مځکه کي د خداى پاک کور جوړ سي په دې کي د مسلمانانو لمونځ ادا کيږي او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د کافر وقف صحيح دى، البته د مسجد لپاره يې وقف صحيح نه دى، طريقه يې داده چي کافر دخپلي مځکي مالک مسلمان وګرځوي بيا ئې  مسلمان د مسجد لپاره وقف کړي، مسلمانان به ئې غوښتنه نه کوي ځکه د اسلام توهين راځي.
په ياده سوې مځکه کي که مسلمانان مسجد جوړ کړي، لمونځونه ئې پکښي صحيح دي، د نورو مساجدو په ډول د مسجد حکم لري. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وأما الإسلام فليس بشرط ( في الوقف). الفتاوي الهنديه: ج٢، ص٣٥٢. طبع مکة.

(٢): وقف الكافر لنحو مسجد ورباط ومدرسة وغيرها من القرَب الإسلامية. وهذا رأي الحنفية أيضاً. الفقه الاسلامي: ج٨، ص٢١٦، الفصل السادس فی مبطلات الوقف، طبع بيروت.

(٣): وقف کافر کا مسجد و مدرسه پر درست نهيں وه جائداد موقوفه ملک اسي کافر کى ہے. اس کي صورت جواز يه ہو سکتى ہے که وه هندو کسي مسلمان کو اس کا ملک بناديوے پهر وه مسلمان مسجد و غيره پر اس کو وقف کردے. دارالعلوم ديوبند: ج١٤، ص٤٩، طبع دارالاشاعة.

کسى کافر سے مسجد بنانے يا اپني زمين مسجد کے لئے وقف کرنے کا مطالبه کرنا صحيح نهيں.احکام المساجد: ص١٠٤.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته