تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سلام اچولو سنت طریقه څنګه ده؟
 
  May 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۰۵)


نوم: عبدالرحمن

سوال :د سلام د اچولو سنت طريقه څنګه ده ؟

 جواب : 

حامداً و  مصلياً

الله تعالى فرمائى : وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا. (۱)

 په دغه ايت مبارک کي الله تعالى د سلام اچولو او دهغه د جواب ورکولو ټوله اداب بيان کړي دي ، معنى يې  داسي ده: کله چي تاسي ته څوک سلام در واچوي نو جواب د سلام لا په ښو الفاظو  سره ورکړي او يا لږ  تر لږه  هم هغه ډول  الفاظ په جواب کي ورته واياست .

ددغه ايت مبارک تشريح نبى کریم صلی الله علیه وسلم په خپل عمل مبارک سره ښودلې ده.  هغه دا چي:

يو ځل نبي عليه الصلاة والسلام ته یو سړی راغلی او ويې ویل: السلام علیک یا رسول الله، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په جواب کي وفرمايل: وعليکم السلام ورحمة الله، 

بيا بل سړى راغلی داسي يې  وويل: السلام عليک يا رسول ورحمة الله، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په جواب کي وفرمايل: وعليکم السلام  ورحمة الله  وبرکاته،

بيا دريم سړى راغلی هغه وويل السلام عليک يارسول ورحمۀ الله وبرکاته،  نبي عليه الصلاة و السلام په جواب کي صرف وعليک وفرمايل ،  هغه سړى خوابدى سو  وويل : يا رسول الله زما مور او پلار دي تر تا قربان وي زما د سلام په جواب کي دى ولي يوازي وعليک وفرمايه ؟  نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل ځکه چي تا زموږ لپاره نور الفاظ پري نښوده .

ددغه حديث شریف څخه څو اداب او سنتونه د سلام معلوميږي :

(١) : که چا سلام در واچوی ته به تر هغه په ښه او زياتو الفاظو سره جواب ورکوې .
(٢) : تر درو کلمو پوري ور زياتولاى سې نوره زيادتي د سنت خلاف ده .
(٣) :که په جواب کي صرف يوه کلمه لکه وعليکم وويل سي هم صحيح ده لکه په ايت کي چي راغلي دي (أَوْرَدَهُا ).
(٤): د سلام مکمل منقول الفاظ دادي: السلام عليکم ورحمة لله وبرکاته جواب يې  وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته . (بخاري:  باب رد السلام قاموس الفقه ، ج٢ ، ص٢٥٢)
(٥):که څه هم يو نفر  وي ته به د کم يعني د جمعي صېغه استعمالوې (امام نووى رحمة الله عليه )
(٦): ښه داده چي د برکاته لفظ ورسره وويل سي ځکه چي نيکى يې زياتي دي .
(٧):کله چي څوک بيده وي سلام به په کرار سره اچوي.
(٨): که لږ جلاوالی راسي هم بايد بيا سلام وويل سي مثلاً د يوې خوني څخه د بلي خوني ته.
(٩) : سپور به سلام اچوي پياده سړي ته، پياده به سلام کوي ناست سړي ته ، لږ کسان به ډېرو ته سلام کوي،  روان به وناستو خلګو ته او کوچنيان به لويانو ته په سلام اچولو کي لومړيتوب کوي، ليکن ددې مطلب دانه دی چي خامخا به داسي کیږي، بلکه هر يو دي په سلام اچولو کي د لومړيتوب کوښښ کوي.

(۱): سورت النساء آيت ٨٥.
معارف القران: ج٢ ، ص٥٠٤ ،په حواله د ابن جرير و ابن ابى حاتم 
قاموس الفقه :  ج٢، ص٤٥٨ ، په حواله د بخاري وغيره .

جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته