تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مضاربت معامله څنګه ده؟
 
  April 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۵۸)

  نوم: احمد جاويد 

سوال : دمضاربت معامله څنګه ده ؟

جواب  :

حامداً و مصليًا

 د مضاربت معامله صحيح ده (١) ، او شرعي معامله ده خو د شرطونو مراعت به کوي (٢) ، چي هغه دادي:

١- پيسي به وي يعني رب المال به وکارکوونکي ته پيسي ورکوي که ماسيوا د پيسو چي نور سامان يا حيوان وي مضاربت نه صحيح کیږي .
٢- يوه معينه ګټه به د يوه لپاره نه وي هرڅونه  ګټه چي وي هغه به سره شريکوي.
٣- پيسي به و کارکونکي ته تسليموي د مال خاوند به په کار کي مداخله نه کوي.
٤- که د يوځاى يا د يو خاص سامان تعين  ورته  وکړي د هغه مخالفت به نه کوي.

جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفارحسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندها رافغانستان 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ولا تصح الابالمال الذى به الشرکة ومن شرطها أن يكون الربح بينهما مشاعا الخ.هدايه: ج٣ ،ص٢٥٨ کتاب المضاربت .
(۲): اتفق أئمة المذاهب على جواز المضاربة بأدلة من القرآن والسنة والإجماع والقياس. الفقه الاسلامي: ج۴ ، ص۸۳۷ ، المطلب الاول تعريف المضاربة ومشروعيتها .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته