تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ښځي حجاب څه شي دی؟
 
  April 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۲۱)

نوم: عبدالوحد 

سوال : د ښځي حجاب څه شی دئ

 جواب : 

حامدًا ومصلياً

د ښځي د پاره حجاب یعني ستر فرض دی،  یو په لمانځه کي دی او بل د لمانځه څخه دباندي دى.

په لمانځه کښي به ښځه بغیر د لاسو څخه تر مړوندو پوري او د مخ څخه او د  پښو څخه تر بجلکو پوري نور ټول بدن پټوي.

او د لمانځه څخه دباندي د هغو کسانو په مخ کي چي هغه محرم وي یعني په ټول عمر یې نکاح نه ور سره صحیح کیږي بیا به هم ټول بدن پټوي بغیر د دغو پورته ذکر سوو دریو ځایو څخه (لکه مخ، لاسونه...) او د نامحرمو خلګو په مخ کي به مخ لاسونه او پښې هم نه ښکاره کوي،  ولي چي په دغه کار سره د  فتنې بېره سته (او  فتنه اوس یقیني ده). 


جواب:عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادی اغا  مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسیني
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَبَدَنُ الْحُرَّةِ عَوْرَةٌ إلَّا وَجْهَهَا وَكَفَّيْهَا وَقَدَمَيْهَا . لِقَوْلِهِ تَعَالَى: وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا. تبیین الحقایق شرح کنز الدقائق: ج۱ ، ص۴۵۹ .
(٢) : وَجَوَازِ النَّظَرِ إلَيْهِ فَحِلُّ النَّظَرِ مَنُوطٌ بِعَدَمِ خَشْيَةِ الشَّهْوَةِ مَعَ انْتِفَاءِ الْعَوْرَةِ وَلِذَا حَرُمَ النَّظَرُ إلَى وَجْهِهَا وَوَجْهُ الْأَمْرَدِ إذَا شَكَّ فِي الشَّهْوَةِ وَلَا عَوْرَةَ ، تبيين الحقايق شرح کنزالدقائق: ج١ ، ص٤٥٩
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته