تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کفري هیواد سره چم کول څنګه دی؟
 
  February 27, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥۸۴)

نوم: محمد عیسی

د اوسېدو ځای: جرمني 

سوال : میلینونه مسلمانان  په جرمني کي ژوند کوي ټول ښه ژوند لري دولت لخوا کومه سیاسي یا مذهبي پابندي ورباندي نسته، د جرمني قانون دئ،  که څوک بیکاره وی یعنی کار نلری نو دولت د ده  د  کور کرایه او د خوراک مصارف ورکوي دا مسلمانان دولت ته وایې چي مونږ کار نلرو او دولت نه د کور کرایه او د خوړو لپاره نقدی مرستی تر لاسه کوي او دوئ پټ کار هم کوي که دولت خبر سي ، چي دوئ کار کوی بیا ورسره مرستی نه کوي نو آیا دا د دولت مرستی دوی ته حلالي دي او  که حرام دی؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

داسلام په مقدس دين  کي درواغ  ،دهوکه، فريب او چم ټوله ناروا دي هغه که د يو مسلمان سره وي او که د غير مسلمان سره او له دغې لاري څخه  شى لاس ته راوړل هم ناجائز دى نو ځکه مذکوره مرسته په ياده سوې طريقه حاصلول حلاله نه ده بايد اجتناب ترې وسي .

جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):مَنْ دَخَل مِنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى أَرْضِ الْعَدُوِّ بِأَمَانٍ لَمْ يَخُنْهُمْ فِي مَالِهِمْ ، لأِنَّهُمْ إِنَّمَا أَعْطَوْهُ الأْمَانَ مَشْرُوطًا بِتَرْكِهِ خِيَانَتَهُمْ وَتَأْمِينِهِ إِيَّاهُمْ مِنْ نَفْسِهِ ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ ذَلِكَ مَذْكُورًا فِي اللَّفْظِ فَهُوَ مَعْلُومٌ فِي الْمَعْنَى ، وَقَدْ قَال النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ . الموسوعة الفقهية : ج٢٠، ص١٩٠-  طبع وزارة .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته