تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: واده په اوله شپه د ښځي پرده نه وي
 
  July 12, 2015
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۸۱)

نوم: نادیا
  
سوال : اوله دا چي كله يو نارينه دواده په اوله شپه خپل دميرمني سره نزدېكت وكړي نو داسلام په مقدس دين كي راغلي دي كه يوه ښځه سمه وي او غلته نه وي نو هغه يو څه اندازه وينه كوي نو كه يو كس نا پوه وو او بيا يي تر ډيري مودې وروسته پوه شو او چي زما دښځي فرض خو وينه و نه كړه نو څه به كوي؟  او كه ددي ښځي تر ګناه دپوهېدو وروسته ورتېر سي ايا دا ګناه ده او كه ثواب ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د پيغلي د فرج د بکارت پرده د جماع څخه ماسېوا په نورو شيانو هم له منځه ځي ، مثلاً پر پېغلتوب يې ډېر وخت تېر سي يا ډېر حيضونه ورته پيښيږي ، يا وغورځي يا د يو ناروغۍ له کبله يې د بکارت پرده زايله سي  (۱)، ځکه نو باید پر  مسلماني ښځي بدګماني ونه کړل سي (۲) ، او نه بايد د و يني په نه کولو هغه بد لمنې وبلل سي ، د زنا تور پر مسلماني ښځي لګول لوی جرم دى .

الجواب : مولوي سيدعبدالباري
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَمَنْ زَالَتْ بَكَارَتُهَا بِغَيْرِ جِمَاعٍ كَوَثْبَةٍ ، أَوْ دُرُورِ حَيْضٍ ، أَوْ حُصُول جِرَاحَةٍ ، أَوْ تَعْنِيسٍ  بِأَنْ طَال مُكْثُهَا بَعْدَ إِدْرَاكِهَا فِي مَنْزِل أَهْلِهَا حَتَّى خَرَجَتْ عَنْ عِدَادِ الأْبْكَارِ فَهِيَ بِكْرٌ حَقِيقَةً وَحُكْمًا. الموسوعة الفقهية : ج٢٩، ص١٨١ . مادة ظن وزارة

(٢): يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ . سورة الحجرات : ايت١٢ .

(٣): إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ . بخاري ومسلم 
 
----------------------
لیکنه: د واده لومړۍ شپه باید څنګه وې؟
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته