تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ګناه څخه توبه خو بیا هغه ګناه
 
  February 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۷۵)

نوم: عبدالرؤف نظري

سوال : که یو سړی یوه ګناپه بيا بيا کوي يو ځل يې وکړي ، توبه و کاږي خو وروسته بيا ګناه کوي او پښېمانه هم وي  او په اخلاص سره توبه و کاږي او دالله تعالی څخه بښنه هم وغواړی . خو باوجود هم څه موده وروسته بیا دغه ګناه تری وسي نو هغه بيا پښېمانه سي  او توبه هم وباسی او دالله تعالی څخه مغفرت هم وغواړی . خو همداسی څو څو واری دغه قسم ګناه تری کیږی او بیا توبه وباسی او دالله ج څخه مغفرت غواړی آیا داڅنګه ده ته به دغه ګناه معاف کیږی که یاه؟
 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ګناه څخه که څوک ريښتنې توبه وکاږي ، وروسته بيا هغه ګناه ځني وسي بيا يې هم توبه قبليږي. د توبې دروازه تر هغه چي لمر د لویدېځ لخوا راپورته سوی نه وي يا د چا روح ستوني ته را رسيدلې نه وي ، يعني د غړ غړ حالت يې نه وي ، د هر ګناه کاره مسلمان او کافر پر مخ خلاصه ده .

الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وعن أبي بكر الصديق رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما أصر من استغفر وإن عاد في اليوم سبعين مرة. رواه الترمذي وأبو داود ، مشکوة کتاب الدعوات .

(٢): قال الملا على القاري تحته: قال بعض علمائنا المصر هو الذي لم يستغفر ولم يندم على الذنب ... الخ . مرقاة المفاتیح ،کتاب الدعوات باب الاستغفار والتوبة .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته