تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق عده
 
  February 24, 2013
  0
د طلاق عده د درو حیضونو یعني د درو ښځینه میاشتنیو ناروغیو په تېرېدلو پای ته رسیږي . 

خو که ښځه حامله وي یعني اولاد يې په نس وي ، د هغې د طلاق او د وفات عده د اولاد په زیږوني پای ته رسیږي ، تر څو چي اولاد یې په نس وي دا ښځه په عده کي بلل کیږي .

 د رجعي طلاق په عده کي ښځه سینګار کولای سي ښه دا ده چي په ځان زینت او سينګار وکړي تر څو مېړه یې رجوع ورته وکړي ، همدا راز مېړه ته يې په کار ده چي د دې د خبرتیا پرته خوني ته ناڅاپي ور نه ننوځي .

 ښځه چي د طلاق یا د وفات په عده کي وي د هغې سره د بل چا نکاح نه صحیح کیږي .

البته سړی کولای سي چي د خپلي ښځي سره د اول یا دوهم طلاق په عده کي نکاح وتړي .

د بېلګي په ډول که څوک ښځي ته بائن طلاق ورکړي او دا یې اول یا دوهم طلاق وي نو په عده کي دننه لا هم نکاح ورسره نوې کولای سي ، خو د خپل مېړه څخه پرته دا ښځه د بل چا سره تر هغه مهاله نکاح نسي تړلای ، تر څو چي عده یې تېره سوې نه وي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته