تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د شکرانې پسه چیري حلالیږي؟
 
  February 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥۵۸)


نوم: غمي کاکړ

د اوسېدو ځای: جرمني
                                     
سوال :  د شکرانې د پسه د حلالېدو ځای حتماً باید د حرم په ساحه کي وسي ایا دا د الله امر دی او که د بل چا؟ که زه د شکرانې پسه د شکر د پر ځای کولو په خاطر په عیني زمان او وخت کي د الله پر بله مځکه کي حلال کړم ایا دا ګناه ده او که څنګه؟ د شکر اداء کول د الله پر هري مځکي چي وي صرف زما په ګمان ادایني د شکر باید په مځکه محدود نسي. ځکه ما يې شرط یعني د شیطان ویشتل پر ځای کړل، وخت معین دی مګر زه غواړم چي په عیني وخت کي دا واجب امر په کندهار کي خپلو مسکینو خلکو د استفادې د پاره په کار واچوم. ایا دا په هغه وخت کي د مسکنت په خاطر دا کار نه دی سوی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دا د الله جل جلاله امر دى ، چي دغه هديه او شکرانه بايد د حرم پر مځکه باندي حلاله سي ، لکه څه ډول چي د منى څلى څوک په بل ځاى کي درولاى نه سي او نه عرفات او نه  صفا او مروا بل ځاى کېدلاى سي ، دغه ډول دحج قرباني د حرام د مقدسي مځکي څخه دباندي نه صحيح کيږي .

او د عبادت طريقه په عقل او رايه نه ثابتيږي بلکي په آسماني وحيو یعني قران او حديثو ثابتيږي ، البته د اختري، عقيقې او د داسي نورو خيراتي پسونو حلالول د مځکي په هرځاى کي کېدلاى سي .

الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):لَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ. سورت البقره: ايت١٩٦ .

(٢): قال العلامه الکاساني وَأَمَّا مَكَانُ هَذَا الدَّمِ فَالْحَرَمُ ، لَا يَجُوزُ فِي غَيْرِهِ لِقَوْلِهِ تَعَالَى  وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَمَحِلُّهُ الْحَرَمُ، الى ان قال وَالْهَدْيُ اسْمٌ لِمَا يُهْدَى إلَى بَيْتِ اللَّهِ الْحَرَامِ أَيْ يُبْعَثُ ، وَيُنْقَلُ إلَيْهِ. بدائع الصنائع: ج٢ ، ص١٧٤ ، طبع بيروت .
(٣):و ) يتعين  الحرم لا منى للكل لا لفقره. الدرالمختار: ج٢ ، ص٢٧٢ ، باب الهدى، طبع: رشيديه 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته