تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غیر مَدخُولُ بِهَا طلاق
 
  January 31, 2013
  0
د ښځي سره چي نکاح وتړل سي د خلوت او را واده کولو څخه وړاندي د غیر مَدخُولُ بِهَا په نامه ياديږي ، غیر مَدخُولُ بِهَا رجعي طلاق نه لري .

که د ښځي سره نکاح وتړل سي او د واده يا صحیح خلوت ترمخه په صریح لفظ یو طلاق ورته ورکړي نو بيا يې مېړه رجوع نسي ورته کولای ، ځکه رجوع په عده کي کيږي ، غیر مَدخُولُ بِهَا د طلاق عده نه لري ،غیر مَدخُولُ بِهَا د طلاق څخه وروسته سمدستي د بل چا سره هم نکاح تړلای سي .

خو که دا یې اول یا دوهم طلاق وي بيا نکاح ورسره تړلای سي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

سرته