تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه په اسلامي تهذیب کي
 
  January 27, 2013
  0

 رالېږونکی: ن.ا


داسي چي اهمیت لري مشر په یو قام کي
پت لري عزت لري ښځه په اسلام کي

ښکار به د هوس نه وي مور به وي یا خور به وي
ښــــــــکلې په حیا به وي مشره د خپل کور به وي

تل به پــــاک لمنه وي شرعي نظام کي
پت لري عزت لري ښځه په اسلام کي

هم به ملغلره سي څومره چي مــــستوره سي
ژوند به مطمئن لري خاص جنتي حوره سي

کمه له بیبیــــانو نه نه ده خپل مقام کي
پت لري عزت لري ښځه په اسلام کي

محض جنـسیت خو څه دلته اعتبار نه دی
پرېږده سراجي نړۍ دا د هغو کار نه دی

هرچا ته ټاکلی حد رب په خپل کلام کي
پت لري عـزت لري ښځه په اسلام کي

داسي چي اهمیت لري مشر په یو قام کي
پت لري عـــزت لري ښځه په اسلام کي

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته