تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه (ص) نړۍ ته په څنگه وخت کي راغی؟
  تعلیم الاسلام
  January 27, 2013
  0

 بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام
 
کله چي الله پاک داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه السلام د انسانانو د لارښووني لپاره راولېږئ،په دغه وخت کي دزمکي اوسېدونکي ددين اوعقيدې په اعتبارسره دوه ډلې وې:
 
۱: اهل کتاب: هغه څوک چي اسماني کتاب ته يې نسبت کولو.
۲: زنادقه: هغه کافران چي اسماني  کتاب ته يې نسبت نه کولو.
 
په دغودووډلوکي  اهل کتاب  ترهغي بلي ډلي غوره وو. او دوی بيا دوه ډلې وې:
 
۱:مغضوب عليهم: هغه څوک چي دالله پاک له لوري ورباندي غضب شوی  وو
 
۲:ضالين: هغه څوک دالله پاک له حقي لاري بې لاري شوي وو
 
د الله تعالی په غضب اخته ډله يهوديان وو،چي په دوی کي دغه عادتونه ډېرپه پوره پيمانه سره موجود وو:
 
۱: دورواغ ويل.
۲: تُهمتونه،بهتانونه اوپه ناسمه توگه تورونه په بې گناه کسانولگول.
۳: دوکې،چمونه او دناروا کارونو د حلالو لپاره حيلې او بهانې جوړول.
۴: د پيغمبرانو عليهم الصلاة والسلام داسي ناحقه وژل چي دوی هم پوهېدل چي داوژنه موږ ناحقه کوو.
۵ : حرام خوړل په ځانگړي توگه رشوتونه اوسودونه کول.
۶: بغض اوعناد په ډېره لوړه کچه موجودوو.
۷: همدا راز حسد او کينه هم  ډېره زياته وه.
همدا راز تقريبًا اکثره بدعادتونه په دوی کي موجودوو، د الله پاک له رحمت او مهربانۍ څخه ډېرلري وو، د الله قهر او غضب ته ډېر نږدې وو او ورباندي اخته شوي وو.
 
همدا ډول کوډگري په دوی کي وه، داسي بې کاره خلگ وو چي له خير او فائدې څخه ډېرلري
او خالي وو.
 
سره ددې چي په حقيقت به پوه شول، خو ليکن بيابه يې د ضد اوعناد له کبله حق نه منلو، دا ځکه چي په دوی کي دننه خباثت موجود وو، تکبر او لويي پکښي ډېره زياته وه چي موږ خو پوه خلگ يو، موږ څنگه د بل چا خبره ومنو؟
ځکه ددې خو دا مطلب دی چي موږ نه پوهېږو، بل څوک موږ ته ښوونه کوي  نوځکه د حق منلو ته نه تيارېدل.
 
په اهل کتابو کي دوهمه ډله  ضالين اوبې لاري وو، دوی په تثليث عقيده لرله، د صليب عبادت
يې کاوو، الله پاک ته يې ښکنځل کول، داسي ښکنځل چي د دوی په څېربل چانه وې کړې.
 
دوی د الله پاک له توحيد څخه منکروو، دوی د الله پاک په هکله له حق څخه اوښتي وو،
دا يې نه ويل چي الله پاک داسي ‌ذات دی چي هيڅ ډول شريک او ساری نه لري، بې نيازه او بې پرواه دی،نه له دغه څخه څوک پيداشوی اونه دی له چا څخه زېږدلی دی، هغه له هرډول عيبونو او نقصاناتو څخه پاک او د کمال په ټولو صفتونو سره متصف دی.
 
بلکي برعکس يې داسي ويل : چي الله پاک د دروخدايانو له جملې څخه  يو دی،بي بي مريم عليهاالسلام دده مېرمن ده، (العياذبالله) مسيح يې زوی دی او الله پاک له خپلي څوکۍ څخه راکوز شو، د خپلي مېرمني په نس کي ننووت او بيا دنيا ته راغی تردې چي ووژل شو او په زمکه کي
ښخ کړل شو، بيا د درو ورځو تر مرگ وروسته بيا را ژوندی شو او اسمان ته پورته شو. (العياذبالله)
 
د دوی دين دا دی چي د صليب عبادت کوي اوله هغو انځورونو څخه چي په سرو او ژړو رنگونو سره د کليساوو په ديوالونو کي جوړ شوي وي، دُعاگاني او د خپلو ستونزو هواری غواړي. د دوی په لاس جوړ سوی دين د شرابو څښل، د خنزير (سرکوزي) دغوښي خوړل، د ختنې نه کول او کول يې حرام گڼل او د ډېرو حرامو او مردارو شيانوحلال گڼل دي.
 
دوی حلال هغه بولي کوم چي د دوی پاپ ورته حلال کړي او کوم چي هغه حرام کړي هغه حرام بولي، دين يې هغه دی کوم ته چي پاپ دين ووايي، هغه دوی ته گناوي وربخښي اوهغه يې له
اوره  ژغوري. دا خو د هغه چا حالات وو چي اسماني کتاب ورسره وو او په هغه زمانه کي بزرگان دوی وو او ځانونه يې د جنت يوازيني مستحقين گڼل.
 
 له دوی څخه پرته هغه ډلي چي اسماني کتاب ته يې نسبت نه کېده، لکه مجوسيان اونور....
د دوی حال تراهل کتابو ډېرخراب وو، تردې چي په دوی کي د مور او خور سره نکاح کول رواج وو. ځينو د اور او رڼاعبادت کاوو، ځينو د نورو مخلوقاتو. په دوی کي شرک، د پيغمبرانو دروغجن بلل، له اسماني شريعتو څخه په بشپړه توگه انکار او سرغړاوی، له قيامته اوله دوهم ځلي ژوندانه څخه انکارکول او داسي نور ډېر زيات ناوړه کارونه او ناروا خويونه موجودوو.
 
نو په داسي حالاتو کي الله رب العالمين پر خپلو بندگانو باندي لوی احسان وکړ چي خپل آخرنی او سپېڅلی پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې دُنيا ته راولېږی، دُنيا يې دده په مبارک راتگ سره منوره او روښانه کړه او ټول غلط کارونه، ناروا دودونه او باطلي عقيدې يې رد کړلي او پر ځای يې يو داسي دين دُنيا ته د الله پاک له لوري راوړ چي تر قيامته پوري د ټول انسانيت لپاره د نېکمرغۍ او بري ضامن اوپه هره معنی پوره او کامل دين دی.
 
د رسول الله صلی الله عليه وسلم دُنيا ته راتگ د انساني تاريخ يوه ډېره په زړه پورې او ډېره لويه واقعه وه چي تر دې بله لويه د خوشحالۍ او مبارکه واقعه د زمکي پرمخ باندي نه ده پېښه شوې.
الله جل جلاله په قرآن کريم کي فرمايلي دي:
 
لقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. (سوره آل عمران:۱۶۴)
 
(يقينا پر مومنانو الله پاک احسان کړی کله چي يې په دوی کي خپله له دوی څخه يو داسي رسول راولېږی چي دوی ته د الله تعالی آياتونه بيانوي اودوی (له بدوکارو، ناوړوا خلاقو اوغلطو عقيدو څخه) پاکوي، او دوی ته کتاب (قرآن کريم) او پوهه (حديث) ورښيي، او يقيناٌ دوی له دې مخکي په ښکاره بې لارۍ کي وو.!!)
 
يعني د رسول الله صلی الله عليه وسلم دنُيا په رالېږلو سره الله پاک پر مومنانو باندي لوی احسان وکړ ځکه چي دده په ذريعه يې مومنان له تاريکيو څخه راوايستل او د هدايت او رُشد لاريې ورته واضحه کړه نو بايد چي ددې نعمت شکر اداءکړو او قدر يې وکړو.
 
د دې نعمت شکر او قدر په دې توگه اداء کېږي چي خپل ژوند د الله پاک د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په تابعدارۍ کي تېر کړو او خپل شکلونه، جامه، ناسته ولاړه او خپل ټول حرکات او سکنات دنبوي ارشاداتو موافق وگرزوو. او همدا دده صلی الله عليه وسلم د راتگ مقصد دی چي انسانان بايد په ده پسي د ژوند په تېرولو کي اقتداء وکړي څو تلپاتي نېکمرغي او برياليتوب يې په برخه شي.
 
 
 
 
او بايد موږ داسي وکړو چي ټول عمر د نبي عليه الصلاة والسلام مبارکو طريقو ته پاملرنه وکړو، دانه چي يوازي په دې مياشت کي د دوولسم په ورځ يې ياد کړو او نور وخت مو ور ته پام نه وي ځکه اسلام د نبي صلی الله علیه وسلم لارښووني د ژوندانه د هراړخ او هر وخت سره تعلق لري اوپه هر وخت کي بايد مسلمان ورته پاملرنه وکړي همدا د بري لار ده.
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

سرته