تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک د لمانځه څخه بیده سي نو
 
  January 20, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۰۲)

نوم: بشیر احمد ناصح

سوال : که یوسړی په دی تمه ماسخوتن بیده سی چی سهاروختی به له خیره دلمانځه لپاره راویښیږم.اوراکښینه نی لمونځ پرقضاسی.اوبیایی قضایی بیرته راوګرځوي.نودغه سړی لپاره عذاب سته اوکه نه؟

جواب :  که یو کس پر وخت بیده سي یا ناوخته بیده سي خو د راپاڅېدو لپاره انتظام او تیارۍ ونیسي، ساعت سم کړي یا یو کس ته دنده ورکړي چي هغه يې راکښېنوي خو بیا هم دی پر وخت راکښېنني نو دا کس دي قضاء راوګرځوي ګناه باندي نسته. 

او که چیري ناوخته بیده سي او د راويښېدو لپاره انتظام او تیارۍ ونه کړي هغه که څه هم قضاء راوګرځوي نو د تقصیر لکبله ګناهکار دی.



جواب: مولوي محمد عمر خطابي
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي اغا او مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن أبي قتادة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ليس التفريط في النوم إنما التفريط في اليقظة . رواه ابوداؤد و احمد
 

 

سرته