تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د يمين انحلال (نکاح)
 
  January 3, 2013
  0
د شرط په ډول كه ښځي ته طلاق وركول سي دغه ډول وينا ته د فقهي په اصطلاح کي يمين هم وايي .

د شرط په مخکنيو تورو كه طلاق وركول سي نو څه مهال چي شرط پر ځاى سي طلاق واقع كيږي .

خو د دې سره يمين هم منحل كيږي ، يعني شرط او د شرط جزا هم له منځه ځي ، كه دوهم ځلي څوك هغه كار وكړي بل طلاق نه په واقع كيږي .

د مثال په ډول ښځي ته يې وويل : ان دخلت الدار فانتِ طالق ، كه ته كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .

په دې صورت كي كه ښځه كور ته ننوځي يو رجعي طلاق واقع كيږي .

كه دا سړى و دې ښځي ته د عدې په مده كي رجوع وكړي ، يا د عدې څخه وروسته بيا نكاح ور سره وتړي او د نكاح وروسته دوهم ځل بيا دا ښځه هغه كور ته ننوځي دوهم طلاق نه واقع كيږي . 

ځكه په اِن ، اذا ، اذا ما ، متي يا يې د پښتو په هم معنا شرطيه تورو چي طلاق وركول سي د يو ځلي د پاره په دې شرط طلاق واقع كيږي ، د شرط د پر ځاى كېدلو سره جوخت يمين هم له منځ څخه ځي او بل ځلي په دې شرط طلاق نه واقع كيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته