تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په شافعي مذهبه پسې لمونځ کول
  تعلیم الاسلام دارالافتاء
  December 29, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شمېره : ( ۴۰۳)
 
نوم:  قدرت الله صابر   
 
 د اوسېدو ځای: ماليزيا
 
سوال : زه په مالیزیا کی په iium کی شاګرد یم دلته ځینی وخت موږ په شافعی مذهبه پسی لمونځ کوو زموږ لمونځ څنګه دی؟ ځکه حنفیان کم دی مجبور یو . 
 
جواب :
 
حامداً و مصلياً
 
ستا اقتداء صحيح ده ترڅو چي تا په دغه امام کي داسي يوشي نه وي ليدلي چي هغه د د احناف په نزد ماتونکي د اوداسه وي لکه وينه وتل چي د احنافو په نزد اودس په ماتيږي او د شوافعو په نزد نه په ماتيږي که مو چيري  دغه شى وليدی نو اقتداء مه پسي کوه او که دي لمونځ پسي وکړی او وروسته بيا خبر سوې چي دده د بدن څخه وينه بهېدلي وه، اودس يې بيا نه ووکړی نو بيابه ته خپل لمونځ بېرته را وګرځوې.
 
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار  افغانستان 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : وَالِاقْتِدَاءُ بِشَافِعِيِّ الْمَذْهَبِ إنَّمَا يَصِحُّ إذَا كَانَ الْإِمَامُ يَتَحَامَى مَوَاضِعَ الْخِلَافِ بِأَنْ يَتَوَضَّأَ مِنْ الْخَارِجِ النَّجِسِ مِنْ غَيْرِ السَّبِيلَيْنِ كَالْفَصْدِ...الخ .التفاوی هندیة ،ج۱ باب الامامة .
 
(٢): اما الاقتداء بالمخالف في المفروع کالشافعى فيجوز مالم يعلم منه مايفسد الصلوة على اعتقاد المقتدى عليه الاجماع . الشامي باب الامامة وفتاوی غياثية، باب الامامة وفتاوي حقانية ، ج٣ ،ص١٣٤.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته