تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د نفلي روژې نیت سته؟
 
  December 29, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : ( ۳۳۰)

نوم: عبدالرحمن


سوال : ايا  د نفلي روژې نيت سته او که وي نو څه ډول دى ؟

جواب : د نفلي روژې لپاره هم نيت سته او ضروري هم دى . 
 
نيت په زړه پوري اړه لري، په زړه کي صرف دا ويل يا اراده کول چي سبا نفلي روژه نيسم یا روژه نیسم. (۱)  پر روژه نيولو باندي خپل زړه را غوټه کولو ته نيت وائي البته په خوله سره یې ويل  پروا نه کوي ځکه چي د ځينو مشایخو څخه همداسي را نقل سوي دي . 
 
دا نيت به د شپې کو ي، که پېشلمی وکړي بیا دا پخپله نيت  دى او که چيري د شپې نيت ونه کړي يا يې د روژې نيولو اراده نه وي، سهار يې څه چښلي يا خوړلي نه وي نو بيا هم د نفلي روژې لپاره تر زوال مخکي نيت د روژې کولاى سي . (۲)

جواب: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَالنِّيَّةُ مَعْرِفَتُهُ بِقَلْبِهِ أَنْ يَصُومَ. الفتاوی الهندية،ج١، ص١٩- طبع: رشيدية
(۲):والنفل كله يجوز بنية قبل الزوال . قدوري، ص٤٦، کتاب الصوم- مکتبة نعمانية
 

سرته