تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که مور بل واده وکړي نو پر زامنو حق
 
  December 25, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شميره: (۲۶۹)

نوم: شاهین پوپل

د اوسيدو ځای: کابل

سوال : که یو مور د میړه د مرګ ورسته بل واده وکړی او خپل ماشومان چی د اول میړ نه وی  پریزد او کله چی دا ماشومان ځوانان  شی ځومر حق دا مور پر دا ځوانانو لری  او ایا د مور هغه اولادنو یی هم حق پر دا ځوانانو لری کوم چی یی د بل میړ نه پیداشوی دی  که ؟

باسمهِ تعالی

جواب : د مور حق پر دغه ځوانانو زامنو دادی چي مور ته به تکلیف نه رسوي که څه هم ددې له خوا تاته تکلیف در ورسیږي، په خبرو او کردار سره د دوی عزت کوه، که مور ته دي یو حاجت ور پېښ سي نو په مال سره ددې خدمت وکړه که څه هم کافره وي ، او د زړه په اخلاص به یې تعظیم او محبت په ځای راوړي او د مړه کيدلو وروسته یې جنازه ادا کړه، او دعا ورته کوه او حتی المقدور د هغې وعدې پوره کوه او ددې له دوستانو د ښه تعظیم او ښه سلوک معامله وکړه او ددې له قریبانو سره صله رحمي کوه .

الله جل جلاله په خپل کلام کي فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ  عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا.(۱)
 
ژباړه: او ستا رب حکم فرمایلی دی چي عبادت مه کوئ تاسي د بل هیچا مګر یواځي د هم دغه الله او احسان کوی له مور او پلار سره په احسان کولو سره او که چيري هرومرو یو له دوی دواړو څخه یا دواړه د دوی زوړوالی ته ورسيده ستا څخه نو دوی دواړو ته د اف کلمه مه وایه! او دوی دواړه مه رټه، او وایه دوی ته خبره پسته ادبناکه. په حدیث شریف کي راغلي دي چي هغه سړی له خاورو سره برابر او ذلیل سو چي خپل مور او پلار ومومي او د دوی د خدمت کولو په وسیله جنت ځان ته حاصل نه کړي ، په بل حدیث شریف کی ویل شوي دي : جنت د میندو تر قدمونو لاندي دی. (۲)

بله مسئله دا چي د مور هغه اولادونه چي د بل مېړه څخه پیداسوي دي پر دغه ځوانانو وړونو حق لري که چیري فقیران وه، شلان  وه او پر کسب یې قدرت نه درلودی.
علامه ابن عابدین رحمه الله وایي صله رحمي واجبه ده .او امام قرطبي په خپل تفسیر کي را نقل کړي دي چي ټوله امامان په دې متفق دي چي صله رحمي واجب ده او قطعه کول یې حرامه ده.

جواب: مولوي عبدالحکیم
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري او مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورة الاسراء ایت، ۲۳
(۲): پښتو تفسیر کابلی(عثماني) ج۱، ص۱۶۱۶، سورة بني اسرائیل
(۳): ونفقة ذي الرحم سوى الوالدين والولد تجب على قدر الميراث ) كالإخوة والأخوات والأعمام والعمات والأخوال والخالات... وإنما تجب إذا كان فقيرا به زمانة لا يقدر على الكسب . الاختیار لتعلیل المختار،ج۴،ص۱۱
(۴): احسن الفتاوی، ج۹، ص۴۲
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته