تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د آس نعل به کور کي ځړول څنګه دی؟
 
  December 20, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۲۲)

نوم: فريبا 


سوال : زه غوارم چه په دی وپوهیژم چه د آس نعل جواز لری ؟ په کور کی یی زرول سه حکم لری؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

 ښه به دا وای چي تاسو دا تفصيل په خپل سوال کي ورکړي واى چي داده څه لپاره په کور کي ځړوي؟ خو کېداى سي چي دا به  د نېک شګوم لپاره وي  تر څو په دې کور کي دنيا ډېره سي  ، که داسي وي نو دا کار ناروا دى. په حديث شريف کي وه داسي عقيدې ته چي په هغه کي د نفع او ضرر و نسبت و غير الله ته وي شرک ويلي دى .(١)

د دنيا د ډېرېدو لپاره رسول الله صلي الله عليه وسم ډېر ه ښه نسخه راښولي ده  ، چي پر هغه باندي موږ يقين وکړو او عمل يې کړو نو يقينًا به مو دنيا ډېره سي چي هغه د شپې لخوا په دوام داره توګه د سورة الواقعې  ويل دي.

کتبه: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان




ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: الطِّيَرَةُ شِرْكٌ الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، ثَلاَثًا. رواه ابوداؤد والترمذي
 
(٢) وقال شارح يعني من اعتقد ان شيئا سوي الله ينفع او يضر بالاستقلال فقد اشرک اي شرکا جليا.مرقاة شرح المشکوة ج٩، ص٦- طبع مکتبة امدادية ملتان.

سرته