تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر نفلي روژه نیونکی سپېدې چاودل
 
  December 11, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۳۳۲)

نوم : رویدا سعادت

سوال : کچیری څوک نفلی روزه ونیسی او سپیدی دسهار پر وچاودی نوهغه روزی قضاسته که یا؟

جواب : ستاسو سوال مبهم دی، باید واضع کړل سي. ایا ستا مقصد دادی چي څوک د نفلي روژې لپاره پېشلمی کوي د خوراک یا څښاک په حالت کي سپېدې ور باندي وچاودي او که یا د جماع په حالت کي وي نو سپېدې پر وچاودي؟
 
که اول مقصد وي (د خوراک او چښاک په حالت کي سپېدې وچاودي) نو جواب دا دی چي ته به ددغي نفلي روژې قضاء راوړې ځکه چي ستا روژه فاسده سوه. نفلي روژه په شروع کولو سره لازمیږي قضاء به یې راوړي.

جواب: مولوی سید عبدالباري 
کتنه: مولوی عبدالهادي اغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱): ذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ إِلَى لُزُومِ صَوْمِ التَّطَوُّعِ بِالشُّرُوعِ فِيهِ ، وَأَنَّهُ يَجِبُ عَلَى الصَّائِمِ الْمُتَطَوِّعِ إِتْمَامُهُ إِذَا بَدَأَ فِيهِ. الموسوعة الفقهیة، ج۲۸، ص۹۶، طبع: وزارة الاوقاف
 
(۲): وَمَذْهَبُ الْحَنَفِيَّةِ : وُجُوبُ الْقَضَاءِ عِنْدَ الإْفْسَادِ مُطْلَقًا. ایضاً. الموسوعة الفقهیة، ج۲۸، ص۹۸،
 
(۳): ومن دخل في...صوم التطوع ثم أفسده قضاه. الهدایة، ج۱، ص۲۰۵طبع: حنفیة
 
(۴): إذا تسحر وهو يظن أن الفجر لم يطلع فإذا هو قد طلع... فعليه القضاء. الهدایة ، ج۱، ص۲۰۷

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته