تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سر یا ږیري رنګول په عصري شیانو
 
  November 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (۷۱)

نوم: حاجي خان
                                                                                     
سوال : د سریا ږیری رنګول یوازی په نکرځو رنګول جواز لری او که په ټوپانو، سپریګانو او شیمپوګانو؟

جواب : نکرځي که سرې وي يا ژړې وي د نارينه لپاره د سر يا ږېري باندي يې استعمال جائز دى، او تور رنګ که د هر شي په ذريعه استعمال سي هغه مکروه تحريمي دى نو په کراهت تحريمي کښې دغه د نن صبا (عصر حاضر) شامپوګانې، ټوپان او سپرېګانې ټول راځي ځکه دا ټول تور رنګ دى نکرځي نه دي، او تور رنګ لګولو څخه جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم منع فرمائلې ده، البته تور رنګ د مجاهد لپاره چي پر دښمن باندي رعب او دبدبه واچوي جائز دى. او د امام ابو يوسف رحمة الله عليه د قول مطابق د خپلې ښځې لپاره د ښایست هم اجازه سته.


جواب: مولوي سید عبدالغفار حسیني
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا و مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی محمودیة، ج۱۹، ص۴۵۴-۴۵۷
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته