تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اصل او وصف (معاملات)
 
  October 11, 2012
  0
 د مَبِيعِې په اصل کي که زياتوب راسي يعني تر بيان سوي مقدار زيات سي هغه زياتوب يې په بايع پوري اړه لري .
د  مَبِيعِې په اصل کي که کمي راسي بيا مشتري اختيار لري ، سودا هم فسخ کولاى سي او د کم سوي مقدار په اندازه پيسې هم ځني کمولاى سي 

همدغه ډول که د ثمن په اصل کي زياتوب راسي هغه زياتي سوي پيسې يې په مشتري اړه لري او که ثمن کم سي مشتري به يې ورته پوره  کوي .
د مَبِيعِې په وصف کي که زياتوب راسي يعني ښه وخيږي هغه په مشتري پوري اړه لري ، بايع مَبِيعَه د وصف د ښه والي لکبله نه را ګرځولاى سي او نه يي نرخ پر زياتولاى سي .

که د مَبِيعِې په وصف کي کمي راسي يعني بيکاره وخيږي هلته بيا مشتري اختيار لري که په هغه مخکني نرخ يې قبلوي او که سودا فسخ کوي ، خو مشتري داسي نه سي کولاى چي د بايع د خوښۍ پرته مَبِيعَه را وګرځوي او د وصف د کمي لکبله تر ټاکلي نرخ کمي پيسې ورته ورکړي .

د اصل او وصف پېژندل
 
 د اصل او وصف د زياتوب او کمۍ حکم مو وپېژندى خو دا چي کوم شى د  مَبِيعِې او ثمن اصل بلل کيږي او کوم شى يې وصف بلل کيږي پدې اړه په لنډ ډول ويلاى سو :
 
هر شى چي په کمېدلو يا پرېکېدلو خرابيږي او په قيمت کي يې تفاوت راځي ، د هغه شي زياتېدل يا کمېدل د وصف زياتوب او کمي بلل کيږي .
 
د لونګۍ اوږدواله د لونګۍ په وصف کي شمېرل کيږي ، ځکه د لونګۍ څخه که نيم متر غيچي سي خرابيږي ، بيا په نيم قيمت لا هم نه خرڅيږي .

هر شى چي په پرېکېدلو او کمېدلونه خرابيږي ، د هغه زياتېدل او کمېدل د اصل زياتوب او کمي بلل کيږي .
د غنمو زياتېدل يا کمېدل د غنمو د اصل زياتوب او کمي بلل کيږي ځکه که سل منه غنم في من پنځوس افغانۍ قيمت ولري ، که د سلو منو څخه پنځه منه غنم کم سي نو بيا هم پاته غنم نه په خرابيږي او د هغو من هم په پنځوس افغانيو خرڅيږي .

د وصف مثال : که څوک يوه لونګۍ په زر افغانيو رانيسي ، پدې شرط چي پنځه ګزه به وي که لونګۍ تر پنځه ګزه کمه سي نو مشتري اختيار لري ، سودا فسخ کوي او که په هغه زر افغانۍ يي قبلوي .
که همدا لونګۍ بيا تر پنځه ګزه اوږده وخيږي زياتوب يې په مشتري اړه لري ، بايع يې د اوږدوالي لکبله قيمت نسي پر زياتولاى بلکي هماغه زر افغانۍ د مشتري څخه اخيستلاى سي ځکه د  مَبِيعِې په وصف کي که زياتوب راسي هغه په مشتري اړه لري .

د اصل مثال : څوک چي د غنمو يوه رشه په پنځه زره افغانۍ رانيسي پدې شرط چي يو خروار ده .
که رشه يو خروار او پنځه منه سوه تر خروار اضافه پنځه منه غنم د بايع دي ، که تر خروار کمه سوه مثلاً : نوي منه سوه بيا مشتري اختيار لري ، که نوي منه د نوي منو په نرخ يعني په څلور زره او پنځه سوه افغانۍ قبلوي او که سودا فسخ کوي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته