تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام اعظم (رح) سره د دهریانو مناظره
 
  September 18, 2012
  0

ژباړه: نوید احمد

 یو وخت دهریانو د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه څخه د الله جل جلاله په اړه څو پوښتني وکړې او د الله تعالی پر وجود یې عقلي دلایل وغوښتل خو امام صاحب مبارک هم لکه څنګه چي الله جل جلاله ستر علمي استعداد ورکړی وو همغسي عقلي دلایل ورته وړاندي کړل:


دهري: ستا رب په کومه سنه کي پیدا سوی دی؟

امام صاحب: الله جل جلاله د تاریخ او زمانې څخه مخکي موجود وو (تاریخ وروسته پیدا سوی دی)، د الله تعالی د وجود څخه مخکی شی نسته.

دهري: ته موږ ته ددې خبري یو ښه مثال وړاندي کړه.

امام صاحب: تر څلورو مخکي څو دي؟

دهري: درې

امام صاحب: تر درو مخکي څو دي؟

دهري: دوه

امام صاحب: تر دوو مخکي څو دي؟

دهري: یو

امام صاحب: تر یوه مخکي څو دي؟

دهري: تر یوه مخکي شی نسته.
 


امام صاحب: نو چي د یوه تر عدد مخکي لا شی نسته نو تر حقیقي یوه - الله مخکي به څنګه شی وي؟ هغه قدیم ذات دی تر هغه مخکي بل اول نسته.

دهري: ستا د رب مخ یا جهت کومي خوا ته دی؟

امام صاحب: که زه تاسو ته په یوه توره تیاره خونه کي یو څراغ کښېږدم نو ددې څراغ د نور وړانګي او جهت به کومي خوا ته وي (دا نور به راستې خوا ته وي که چپې خوا ته)؟

دهري: د څراغ نور به په ټوله خونه کي وي (هر خوا ته به نور وي).

امام صاحب: نو چي دا مصنوعي نور لا هري خوا ته مخ کوي نو د هغه نور السموات والارض په اړه څه فکر کوې؟

دهري: ستا د رب د ذات په اړه موږ پوه کړه، ایا هغه کلک دی لکه اوسپنه؟ نرم دی لکه اوبه او که د دود او بخار په ډول ګاز دی؟

امام صاحب: ایا د یو داسي مریض څنګ ته کښېناستلي یاست چي د هغه زنکندن وي؟

دهري: هو کښېنستلي یو.

امام صاحب: ایا د هغه تر مرګ وروسته مو خبري ورسره کړي دي؟

دهري: یا

امام صاحب: ایا د مرګ تر مخه هغه خبري او حرکت کولای سوای؟

دهري: هو

امام صاحب: نو څه سبب دی چي اوس خبري نه سي کولای؟
 


دهري: د بدن څخه د روح وتل دي.
 


امام صاحب: ایا د هغه روح ووتل؟
 


دهري: هو.

امام صاحب: نو ددې روح اصلیت ما ته راوښیاست چي ایا دا روح کلک دی لکه اوسپنه؟ نرمه دی لکه اوبه؟ او که د دود او بخار په ډول دی؟

دهري: په دې اړه یې هیڅ شی نه پېژنو.

امام صاحب: نو چي تاسو د روح د کیفیت معلومولو ته لا هم نه سی رسېدلای چي هغه مخلوق دی نو زما څخه څنګه د الله جل جلاله د مقدس ذات د کیفیت په اړه معلومات غواړی؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته