تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: روژه کي غاښ ډکول روژه ماتوي؟
 
  August 30, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (  ۲۰۴)

نوم: مطیع الله

د اوسېدو ځای: کندهار  

سوال : که چیری په روژه کی څوک غا ښ ډک کړی  ایا روژی ته کوم تاوان رسيږی کا یا

جواب : روژه هغه وخت ماتيږي چي دده و ستوني ته دوا يا وينه ورسيږي که  و ستوني ته شی نه وي داخل  تاوان نه کوي البته کراهت راولي .(۱)
 
که چيري د غاښ د ډکېدو په وخت غاښ ته نوري مايع دوا وي ورا واچول کيږي نو په هغو کي غالبه داده چي هغه و ستوني ته کښته کيږي او  مفسد صوم ګرځي لهذا په داسي صورت کي غاښ ډکول جائز نه دي، که وسي قضاء لازميږي . (۲)


جواب: مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان





ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): الدم اذا خرج من الاسنان و دخل حلقه ان کانت الغلبةللبزاق  لا يضره و ان کانت الغلبة للدم يفسد صومه  . فتاوي هندية:ص٢٠٣،  جلد ١، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لا يفسد .
 
(۲): روزی کا انسایکلوپيډيا: ص ۸۳

سرته