تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: روژه پر سعودي یا پاکستان نیول
 
  May 29, 2017
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 

مسلسله شمېره : (۱۷۸)


نوم:  بلال صدیقي 
 
د اوسېدو ځای: کراچي 

سوال : زه په پاکستان کي اوسيږيم، زه روژه پر سعودي عرب ونیسم او که يې پر پاکستان ونیسم.

جواب : ته چي په کوم ملک کي اوسېږې د هغه ملک تابع يې. که په ملک کي شرعي قاضي وي هغه به  اعلان کوي يا دخپل ملک د شاهدانو په لېدلو سره يا د بل ملک  د قاضي د فيصلې په قبلولو سره. 
 
او که چيري په هغه ملک کي شرعي قاضي نه وي بيا د علاقې معتمد عالم به فيصله کوي، شاهدان به  هغه  ته ورځي شاهدي به ادا کوي بيانو د دغه عالم فيصله پر خلګو لازمه ده.(۱)



جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان






ـــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی حقانيه،  ١٣٧ جلد ٤ او معارف السنن  صفحه ٣٤٥ جلد ٥ کتاب الصوم 
 

سرته