تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې د مياشتې خصوصيات
  تعلیم الاسلام
  May 15, 2019
  0

 الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

 

دادالله رب العالمين لوی احسان دی چي زموږ په ژوند کي يو ځل بيا د رمضان مياشت راغله. د رمضان المبارک مياشت د مغفرت،رحمت او له دوزخه د خلاصون مياشت ده . دا مياشت د الله پاک د تحفو، احساناتو او ورکړو مياشت ده . دا مياشت ځيني داسي خصوصيات (ځانګړتياوي) لري چي په نورو میاشتو کي نشته، چي هغه ددې مياشتي په اهميت او فضیلت باندي دلالت کوي  غواړم ځيني يې وليکم هغه دادي :
 
{۱} ددغي میاشتي يو لوی خاصيت دا دی چي په دې مياشت کي الله رب العزت قرآن عظيم الشان نازل کړی دی الله تعالی فرمايي:
 
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَان، فَمَن شَهدَمنکُمُ الشَهرَفَااليَصُمهُ ، وَمَن کَان مَريضًااَوعَلی سَفَرٍفَعدَةٌ من اَيَامٍ اُخَرٍ،يُريدُاللهُ بکَمَ اليُسرَوَلَايُريدُبکُمُ العُسرَ، وَلتُکملُواالعدَةَ وَلتُکَبرُواللهَ عَلَی مَاهَدَاکُم وَلَعَلَکُم تَشکُرُونَ (البقرة:۱۸۵)
 
رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړی شو،چي د انسانانو لپاره له سره ترپايه هدايت دی، او داسي څرګندي لارښودني پکې دي چي دسمي لاري ښوونکې او د حق او باطل يوله بله بېلوونکي دي،له دې کبله څوک چي له دې وروسته دا مياشت و مومي،پر هغه لازمه ده چي دا ټوله مياشت روژه ونيسي، او که څوک ناروغ يا مسافر وي، هغه دي په نورو ورځو کي د روژو شمېر پوره کړي.
 
الله پر تاسو اسانتيا راوستل غواړي،سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسو ته دا طريقه ښودل کيږي تر څو تاسو د روژو شمېر پوره کړی شئ او پر کوم هدايت چي الله تاسو سرلوړي کړي يئ، پرهغه د الله لويي وستايئ او شکر کوونکي واوسئ
 
قرآن کريم ددې امت دستور او قانون دی، دا کتاب د انسانانو د هدايت او لارښوونو لپاره رالېږل شوی دی، د حق او باطل ترمينځ توپير په دې کتاب سره  کيږي او الله رب العزت ته د نږدې کېدو تر ټولو غوره او اسانه لار ده .
 
{۲} په دې مياشت کي د جنت دروازې خلاصيږي .
 
{۳} د دوزخ دروازې بنديږي .
 
{۴} په شيطانانو کي سرکښه او زيات نافرمان په دې مياشت کي تړل کيږي، هغوی په دې مياشت کي هغو کارو ته لاس رسی نه لري، کومو ته يې چي مخکي لری .
 
سوال دا دی چي په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي نو بيا ولي خلګ ګناوي کوي، په دې مياشتي کي خو ځيني خلګ تر نورو مياشتو زياتي ګناوي کوي دا ولي؟
 
ددې خبري يو ځواب دا دی چي ټول شيطانان نه تړل کيږي، يوازي سرکښه تړل کيږي، لکه څنګه چي په ځينو رواياتو کي د سرکښو ذکر راغلی  دی، نور واړه شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت کوي نو ځکه ځيني خلگ گناوي کوي.
 
 شيطانان په دوه قسمه دي،جني او انسي.
 
جني خو وتړل شي، انسي (انساني) شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت جاري ساتي .
 
{۳} د ګناهونو د کېدلو سبب يوازي شيطانان نه دي، بلکي د انسان نفس دی، نوري فتنې دي چي، هغه انسان ګناه ته هڅوي، چي هغه ډېري زياتي دي.
 
{۴} ډېر انسانان د ګناهونو سره  عادت شوي وي،نو دوی د عادت پر بناء هغه ګناوي په دې مياشت کي هم کوي. لکه  څنګه چي حيوانان د عادت پر اساس خپل کور ته ځانونه  سم رسوي، همدا راز شيطان هم ډېر انسانان په ګناهونو عادت کړي دي، اوس که شيطان نه وي، بياهم دوی خپله وظيفه په پوره توګه  ادا کوي. دا د ګناهونو علتونه دي.
 
که څوک د ټولو شرائطو او آدابو مطابق روژې نيسي، هغه به ان شاء الله له ډېرو ګناهونو محفوظ شي .
 
{۵} په دې مياشت کي د ښوکارونو ثواب څو چنده زيات وي .
 
تردې چي نفل د فرضو او فرض د اوياوو فرضو په اندازه ثواب لري.
 
{۶} څوک چي په دې مياشت کي روژاتي ته روژه ماتی ورکړي، دده هم د هغه په څېر ثواب کيږي، پرته له دې چي د روژاتي ثواب کم کړل شي. (ترمذي حسن صحيح)
 
{۷} په دې مياشت کي دليلة القدر (د قدر شپه) ده چي تر زرو مياشتو غوره ده او هغه مبارکه شپه ده چي د راتلونکي کال په اوږدو کي چي کوم کارونه ترسره کيږي، د هغو ټولو پرېکړي او ليکني په دې شپه کيږي . په حديث کي دي چي څوک ددې شپې له خيره محروم شو، هغه يقينا له ډېر لوی خير څخه محروم شو. (احمد،نسائي وهوحديث صحيح)
 
په بل حديث کي راغلي دي چي څوک د قدر په شپه عبادت وکړي، په داسي حال کي چي ايمان لري او ثواب يې ګڼي (د ثواب په نيت يې کوي، بل غرض يې نه وي) ټول مخکيني ګناهونه به وروبخښل شي. (متفق عليه)
 
دا د الله پاک يو ډېر لوی احسان دی چي په ډېر لږ عمل باندي ډېر زيات ثوابونه ورکوي.
 
{۸} په دې مياشت کي ملائکي ډېري ځمکي ته راکښته کيږي .
 
{۹} په دې مياشت کي پېشنمی کيږي، چي ددې اُمت ځانګړتيا ده.
 
لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي چي زموږ او د اهل کتابو د روژو تر منځ توپير د پېشنمي په خوراک سره دی. (مسلم)
 
بيا په دې پېشنمي کي پردې برسېره  چي روژه سړي ته  اسانيږي، نور هم ډېر ثوابونه او فائدې  شته په حديث کي راغلي دي:
تسحرو فان في السحور برکة (متفق عليه)
پېشنمی کوئ ځکه په پېشنمي کي برکت دی .
 
{۱۰} په دې مياشت کي د بدر مشهوره غزا شوې ده .
دا هغه غزاده چي د مؤمنانو د ملاتړ لپاره ملائکي راکښته شوې چي په پايله کي فتح او کاميابي د مؤمنانو په برخه شوه، مشرکان شرمېدلي او ماتي خوړلي له ميدانه وتښتېدل.
 
{۱۱} د رمضان د مياشتي يوه ځانګړتيا دا هم ده چي په دې مياشت کي مکه مکرمه فتح شوه. ددې فتحي په ترڅ کي د اسلام رڼا د نړۍ تر ټولو برخو خپره شوه .
 
{۱۲} په دې مياشت کي عُمره دومره ثواب لري لکه څوک چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ملګرتيا کي حج ادا کړي . په حديث کي دي :
 
په رمضان کي عمره د حج سره برابره ده (يا يې داسي ويلي) زما په ملګرتيا کي د حج سره برابره ده .(بخاري،مسلم)
 
{۱۳} په دې مياشت کي تراويح شته چي مسلمانان ورته راجمع کيږي او په جماعت سره يې ادا کوي چي دا هم يوازي په روژه کي وي .
 
(د يادوني وړ ده چي تراويح شل رکعاته سنت مؤکد دي، اته رکعاته تهجد دي، تراويح او تهجد بېل عبادتونه دي)
 
{۱۴} ددې مياشتي روژه د اسلام يو رکن دی، له دې روژو نيولو پرته څوک پوره مسلمان نشي جوړېدای .
 
څوک چي يې له فرضيت څخه منکر شي هغه کافر کيږي .
 
{۱۵} په دې مياشت کي د خير کارونه هم ډېر وي، د خير کوونکي هم زيات وي، خلګ مسجدونو ته ځي، په دومره اندازه کي چي په نورو مياشتو کي هغومره نه ځي .
 
علماء کرامو فرمايلي دي چي هغه ډېر بد خلګ دي چي الله پاک يوازي په رمضان کي پېژني، په نورو مياشتو کي يې نه پېژني، عبادت يې په نورو مياشتو کي نه کوي، د احکاماتو پروا يې نه لري . بايد مسلمان داسي ځان جوړ کړي چي ټول کال د الله پاک تابعدار واوسي .
 
يوازي د رمضان عبادت هم د انسان لپاره بس نه دی، نه يوازي په دې میاشت سړی خلاصېدی شي . په هر وخت کي انسان ته د الله احکامات متوجه دي، د هغو ضائع کول ګناه او د بدمرغۍ لامل دی .
 
{۱۶} په دې مياشت کي ګناهونه بخښل کيږي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تر بلي پوري او يو رمضان تر بل پوري د هغو ګناهونو لپاره ختموونکي دي چي ترمينځ يې شوي وي، خو (په دې شرط )چي له کبائرو (لويو ګناهونو) ځان ساتل شوی وي (مسلم)
 
د کبيرې ګناه لپاره توبه شرط ده، هغه له توبې پرته نه بخښل کيږي، صغيرې (وړې) ګناوي په روژه او نورو عباداتو سره  بخښل کيږي.
 
{۱۷} په دې مياشت کي خلګ تر بل هر وخت ډېر سخيان وي، له کنجوسانو هم سخيان جوړيږي، دا هر چاته معلوميږي .
 
عبد الله بن عباس رضي الله عنها فرمايي:چي رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلګو زيات سخي وو او په رمضان کي به تر بل هر وخت ډېر سخي وو. (بخاري)
 
الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې او عبادات په ښه توګه تر سره کړو او په خپل لوی دربار کي دي يې رانه قبول کړي.
 
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته