تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: سرسایه څه وخت اداء کيږي؟
 
  May 12, 2017
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۸۵)

نوم: اسد الله

سوال : که دفطردصدقې داداکولودوخت په هکله معلومات راکړی چه دروژی دمیاشت په کوم وخت کي ادا کړل سي ښه دئ ؟

جواب : ښه دا ده ، چي صدقة الفطر ( سرسايه ) و عيدګاه ته تر تلو مخکي اداء کړل سي ، چي دا مستحب دئ او دا هم صحيح دئ ، چي د اختر د ورځي څخه مخکي په روژه کي اداء کړل سي . د روژې په مياشت کي بيا فرق نه لري ،چي هر وخت اداء کړل سي صحيح ده ، مګر مستحب دا ده ، چي د اختر په ورځ و عيدګاه ته تر تللو مخکي اداء کړل سي . (۱)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــ
(۱): ويستحب اخراجها قبل الذهاب الى المصلى ( عندالحنفية ) ( حاشية الطحطاوى :ص، ٣٩٥ ) ( موسوعة الفقهية :ج،٢٣:ص،٣٤١ ) ( فتاواى محموديه :ج،٢:ص،٦١٩ ) 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته