تازه سرليکونه
کفري ویناوي
 
  September 5, 2012
  0
ځینی ویناوي دا ډول دي چي هغو ته کفري ویناوي وايي ، مسلمان کله هم بايد کفري ويناوي و نکړي . که څوک په اسلام رشخن او ملنډي وهي او د رشخن او استهزاء لکبله د کفر وينا وکړي دا کس د ټولو په آند کافر کيږي او عقيده چي يې هر ډول وي هغه ته اعتبار نه ورکول کيږي .

دغه ډول هغه کس هم د ټولو په آند کافر کيږي چي قصدا کفري وينا وکړي او پدې پوه هم وي چي دا وينا کفري وينا ده .

 که څوک د مرګ يا بل سخت تهديد او ګواښ سره مخ سي او په زوره کفري وينا ته اړ ايستل سي نو په داسي حالت کي که کفري وينا تش په خوله ووايي ، د ټولو په آند نه کافر کيږي ، ځکه دا کس په زړه کي مومن او د صحيح عقيدې څښتن دى .

دغه ډول که د چا څخه په خطا کي کفري وينا وويل سي هغه هم د ټولو په آند نه کافر کيږي (۹) ، د مثال په ډول يو څوک غواړي داسي ووايي : يا الله ! ته زما رب يې او زه دي بنده يم ، خو په خطا کي داسي ځني وويل سي : يا الله ! ته زما بنده يې او زه ستا رب يم ، په دغه ډول خطا او تېروتنه کي که د چا څخه د کفر خبره وسي نو نه په کافر کيږي .

که څوک په اختياري ډول کفري وينا وکړي خو جاهل او ناخبر وي او پدې نه پوهيږي چي دا وينا کفري وينا ده د دغه کس په کفر کي اختلاف دى .

د کفر هغه ويناوي چي د ټولو په آند څوک په کافر کيږي هغه د ارتداد په شان نيک عملونه هم ټول باطلوي او نکاح هم له منځ څخه وړي .

د کفر هغه ويناوي چي هغه اختلافي دي هغه نه نېک عملونه باطلوي او نه نکاح له منځ څخه وړي بلکي  تر دا ډول وينا وروسته په استغفار او توبه امر کيږي ، ځيني وايي د احتياط د پاره دي نکاح هم نوې کړي .

امام بخاري رحمة الله علیه د ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت رانقل کړى دى چي وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ وَاللَّاتِ وَالْعُزَّى فَلْيَقُلْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ (بخاري )
ژباړه : که څوک قسم واخلي او په قسم کي ووايي : زما دي په لات او عزی قسم وي هغه دي لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ووایي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 

-------------
(۹): عن أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ إِلَيْهِ مِنْ أَحَدِكُمْ كَانَ عَلَى رَاحِلَتِهِ بِأَرْضِ فَلَاةٍ فَانْفَلَتَتْ مِنْهُ وَعَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ فَأَيِسَ مِنْهَا فَأَتَى شَجَرَةً فَاضْطَجَعَ فِي ظِلِّهَا قَدْ أَيِسَ مِنْ رَاحِلَتِهِ فَبَيْنَا هُوَ كَذَلِكَ إِذَا هُوَ بِهَا قَائِمَةً عِنْدَهُ فَأَخَذَ بِخِطَامِهَا ثُمَّ قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ اللَّهُمَّ أَنْتَ عَبْدِي وَأَنَا رَبُّكَ أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ ( مسلم )

سرته