تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د چا څخه نامعلوم لمونځونه قضاء
 
  June 26, 2016
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

شمېره: ۱۴


پوښتنه: محترما: زما پوښتنه داده: که د يو چا څخه په قصد سره زيات لمنځونه چي ده ته يي شمير نه وي معلوم تير سوي وي نو ددغو لمنځونو قضابه څنګه راګرځوي؟ 

د سوال کونکي نوم: نوید احمد

حامداً و مصلياً

جواب: وبعد، بې له عذره لونځ قضا کول ګناه کبيره ده چي بیله رښتني توبې او قضايې لمونځونه بیرته راګرځولو پرته نه معاف کيږي.

که چيري د يو چا څخه تر پنځو لمنځو زيات قضا سي ترتيب يې سا قطېږي نو کله چي وغواړي د مکروه اوقاتو څخه پرته راګرځولای يې سي که يې د هر لمانځه سره يو يو راګرځوي او که يې پر یوه ځای راګرځوي.
 
او که يې شمېر زيات وي عدد او معلوم شمېر يې نه وي ورته معلوم نو دي د خپل فکر څخه ورته اټکل او تخمین وکړي او بيا دي د هر لمانځه د راګرځولو په وخت کي کي ( اول وقت يا اخیر وقت) ياد کړي مثلا څلور رکعته قضايې د اول ماپښن يا د آخر ماپښين ادا کوم او هم د سفر او اقامت لمونځونه به هم هغسي چي قضا سوي وي راګرځوي او د وتر لمونځ قضايې هم د فرضو په شان ضروري ده. والسلام 

علم الفقه صفحه ۱۲۱، جلد ۲
فتاوی دارالعلوم دیوبند صفحه ۳۳۹، جلد ۴

کتبه
مولوي احمد سعيد
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته