تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د ډک سوي غاښ سره غسل او...
 
  May 7, 2012
  0

 سوال: ما خپل يو غاښ ډك كړئ دئ ، ځكه چي د خوراك په وخت كي به شيان پكښي بندېدل چي له ستونزو سره يې مخ كولم  او بوئ يې هم كاوه ، نو بالاخره مي غاښ ته پوښ هم وركړ چي اوس يې ستونزي بيخي له منځه تللي دي ، پوښتنه داده چي ايا له دغه غاښ سره چي هم ډك سوئ دئ او هم مي پوښ وركړى دئ اودس او غسل صحيح دئ او كه نه ؟  


د سوال کونکي نوم : عبدالغفور طوطاخېل .

جواب : د غاښ ډکول او يا د محکم کولو او ساتني د پاره هغه ته پوښ ورکول جايز کار دئ ، غسل او اودس دواړه ور سره صحيح کيږي ، په هر ډول پاکو موادو د غاښ ډکول او محکم کول جايز دي او پدې مسئله کي علماء تقريبا ټول متفق دي او د جواز دليل يې د عرفجه بن اسعد روايت دى : عن عَرْفَجَةَ بْنِ أَسْعَدَ قَالَ أُصِيبَ أَنْفِي يَوْمَ الْكُلَابِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَاتَّخَذْتُ أَنْفًا مِنْ وَرِقٍ فَأَنْتَنَ عَلَيَّ فَأَمَرَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَتَّخِذَ أَنْفًا مِنْ ذَهَبٍ ( راواه ترمذي )
 
ژباړه : عرفجه  رضي الله عنه  وايي : د جاهليت په زمانه کي د ْكُلَابِ په جنګ کي زما پزه پرې سوله ، د سپينو زرو پزه مي کښېښوله ، هغه بد بوى کاوه بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه امر کړم چي د سرو زرو څخه پزه جوړه کړم .

البته که څوک په سرو زرو غاښ محکموي نو پدې مسئله کي اختلاف دئ ، همدا مسئله او اختلاف په فتاواى هنديه کي داسي بيان سوئ دئ : 

قَالَ مُحَمَّدٌ  رحمة الله علیه فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ وَلَا يَشُدُّ الْأَسْنَانَ بِالذَّهَبِ وَيَشُدُّهَا بِالْفِضَّةِ يُرِيدُ بِهِ إذَا تَحَرَّكَتْ الْأَسْنَانُ وَخِيفَ سُقُوطُهَا فَأَرَادَ صَاحِبُهَا أَنْ يَشُدَّهَا يَشُدُّهَا بِالْفِضَّةِ ، وَلَا يَشُدُّهَا بِالذَّهَبِ ، وَهَذَا قَوْلُ أَبِي حَنِيفَةَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - وَقَالَ مُحَمَّدٌ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - يَشُدُّهَا بِالذَّهَبِ أَيْضًا ، وَلَمْ يَذْكُرْ فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ قَوْلَ أَبِي يُوسُفَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - قِيلَ : هُوَ مَعَ مُحَمَّدٍ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - وَقِيلَ : هُوَ مَعَ أَبِي حَنِيفَةَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى ......
وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - لَا بَأْسَ بِأَنْ يُعِيدَ سِنَّ نَفْسِهِ وَأَنْ يَشُدَّهَا ، وَإِنْ كَانَ سِنَّ غَيْرِهِ يُكْرَهُ ذَلِكَ ، كَذَا فِي السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ .

قَالَ بِشْرٌ قَالَ أَبُو يُوسُفَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - فِي مَجْلِسٍ آخَرَ سَأَلْتُ أَبَا حَنِيفَةَ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - عَنْ ذَلِكَ فَلَمْ يَرَ بِإِعَادَتِهَا بَأْسًا ، كَذَا فِي الذَّخِيرَةِ .

ژباړه : امام محمد  رحمة الله علیه  په جامع صغير کي ويلي دي : غاښونه دي په سرو زرو نه محکم کوي بلکي په سپينو زرو دي محکم کوي ، د امام محمد مقصد دا دئ چي که غاښ يې ښورېدى او د ولوېدلو بيره يې لرل که يې غوښتل چي ټينګ يې کړي نو په سپينو زرو دي محکموي ، په سرو زرو دي يې نه محکم کوي ، دا د ابوحنيفه  رحمة الله علیه  قول دى ، خپله محمد  رحمة الله علیه  وايي :
 
په سرو زرو يې هم محکم کولاى سي  امام محمد په جامع صغير کي د ابويوسف  رحمة الله علیه ¸قول ذکر کړى نه دئ ، څوک وايي د ابويوسف دريځ د محمد په شان دئ ، څوک بيا وايي د ابوحنيفه  رحمة الله علیه  په شان دى ، ... ابويوسف  رحمة الله علیه  وايي : که څوک خپل وتلى غاښ بېرته په زامه کي کښېږدي او محکم يې کړي پروا نه لري ، خو د بل غاښ په خپله زامه کي نصبول کراهيت لري ، بشر وايي : ابويوسف  رحمة الله علیه  په بل مجلس کي وويل : ما د دې مسئلې پوښتنه د ابوحنيفه  رحمة الله علیه  څخه وکړله ، هغه د وتلي غاښ په بېرته ايښولو پروا نه لرله .  
 
په بدايع الصنايع کې دا مسئله داسي بيان کړې ده :

 وَلَوْ سَقَطَ سِنُّهُ يُكْرَهُ أَنْ يَأْخُذَ سِنَّ مَيِّتٍ فَيَشُدُّهَا مَكَانَ الْأُولَى بِالْإِجْمَاعِ وَكَذَا يُكْرَهُ أَنْ يُعِيدَ تِلْكَ السِّنَّ السَّاقِطَةَ مَكَانَهَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ وَلَكِنْ يَأْخُذُ سِنَّ شَاةٍ ذَكِيَّةٍ فَيَشُدُّهَا مَكَانَهَا وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ لَا بَأْسَ بِسِنِّهِ وَيُكْرَهُ سِنُّ غَيْرِهِ ( بدايع الصنايع )
 
ژباړه : که د چا غاښ وخيژي د هغه پر ځاى د مړي غاښ په زامه کي نصبول په اجماع سره کراهيت لري ، همدا ډول هغه لوېدلى غاښ بيرته پر خپل ځاى نصبول هم د ابوحنيفه او محمد رحمة الله علیه په آند کراهيت لري البته کولاى سي چي د حلال سوي پسه يا وزې غاښ د ختلي غاښ پر ځاى په زامه کي نصب کړي ، د ابويوسف  رحمة الله علیه  په آند خپل غاښ بيرته په زامه کي ايښوول پروا نه کوي خو د بل غاښ ايښوول بيا کراهيت لري .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د درالافتاء څانګه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته