تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله دوستۍ ته د رسېدو لار
  تعلیم الاسلام راډيو
  November 15, 2018
  0
 
رالېږونکی: خیر الله
 
تـــسبېحات: سهار او ماښام سبحان الله، الحمد لله، الله اکبر، لااله الاالله او استغفرو الله سل ځله او لس یا سل ځله درود شریف ویل.
 
تـــکبیر اولی: پنځه وخته لمونځ په جماعت او تکبير اولی سره کول.
 
تـــحفظ لسان: له غیبت، درواغ، فحش او بېهوده خبرو څخه ځان ساتل.
 
تـــوبه: که کومه سهوه، خطا او ګناه کيږي پر هغه خفګان، پښېماني او توبه کول (هره شپه له خوب مخکي).
 
تـــلاوت قران: هره ورځ لږ تر لږه درې یا تر درو زیات ایتونه تلاوت کول (چي په دې سره په زړه کي نور پیدا کيږي).
 
تــحية المسجد: مسجد ته وختي تلل او دوه رکعته لمونځ کول او همدارنګه په نورو نوافل پابندي کول (چي پر نوافلو پابندي شروع سي نو فرض او سنت به کله د چا څخه پاته سي؟).
 
تـــعاون علی البر و التقوا: البر حسن خلق يعني خوش خلقي یا ښه اخلاق او په ټولو نيکيو کي مرسته کول.
 
تـــعلیم و تعلم کول: هره ورځ په خپله څه زده کول او نورو ته ښودل.
 
تـــفکر: د خدای پاک په عظمت او مخلوق کي فکر کول، د پیغمبر صلی الله عليه وسلم فکر يعني د خلکو د اصلاح او نجات فکر کول.
 
تـــهجد: د شپې دوه، څلور یا اته رکعته لمونځ کول چي د الله جل جلاله د دوستانو لمونځ دی. په خپلو اعمالو غرور نه کول او ځان ته په کم نظر کتل.
 
تـــقوا: په ټولو کارونو کي د الله جل جلاله څخه بېره کول او نفلي روژې نيول (چي په دې سره نفس اداره کيږي او تقوا لاس ته راځي).
 
 
أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ. (سورت يونس، ایت ۶۲، ۶۳)
 
ژباړه: خبر اوسئ! چي بېشکه د الله پر دوستانو هیڅ بېره نسته او نه به دوی خفه کيږي.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته