تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کښي د اخلاقو مقام
  تعلیم الاسلام
  April 9, 2012
  0

 په اسلام کي ښه اخلاق وهغو کړو  وړو ته ويل کېږي ، چي هغه د اسلام له اصولو سره موافق او د اسلام له هداياتو او لارښوونو څخه يې سرچينه اخيستې وي ، څرنګه چي د اخلاقو ستر لارښود رسول الله  صلی الله عليه وسلم د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو يو ژوندى مثال وو ، او د هغه د دعوت د بري راز هم په همدې کي نغښتى وو ، چي هماغه مهال ډېرو زياتو خلګو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د اخلاقو څخه د اغيز منيدو له امله ايمان راوړى  او  د هغه پيغمبري يي منله .

 
د همدې ځانگړتياوو او ښکلو اخلاقو پايله وه چي صحابه کرامو رضي الله عنهم د پتنګانو په شان پر نبي صلی الله عليه وسلم خپل ځانونه قربانول ، نو په څرګند ډول معلومېږي چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  د ډېرو لوړو  او سپېڅلو اخلاقو خاوند وو ، هغه يو داسي ستر عظيم ، شريف ، رښتيني او صادق انسان وو چي په خپل وخت کي يي د ټولو خلګو احترام او درناوى ځانته را اړولي وو ، همدا د هغه سپيڅلي اخلاق وه چي په هغه وخت او په ننني عصر کي پر ميليونونو زړونو باندي واکمني لري. الله  جل جلاله  فرمايي: فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ...  ( ال عمران ١٥٩) ژباړه: د الله  جل جلاله په فضل او عنايت ته د هغو سره په نرمي چلند کوې، او که ته سخت زړه او د بد خوي خاوند واى نو دا خلګ به ستا څخه ليري او جلا سوي واى.
 
دا اخلاق دي چي د ژوندانه ټولي خوشحالي او نيکمرغي ور پوري تړلي دي ، همدا ښه خويونه او ښه اخلاق دي چي د انسان د کمال معراج بلل کيږي ، يوازي مال او دولت ، علم او  کمال د سړي د سعادت او خوشحالۍ سبب نسي کېداى تر څو چي د ښو خويونو او نيکو اعمالو او اخلاقو ستر نعمت ورسره نه وي او هغه انسان هم د الله  جل جلاله په نزد قريب او د خلګو په نزد خوښ او مقبول وي چي هغه د ښو خويونو او ښو اخلاقو څښتن وي ، دبدو خويونو خاوند هيڅکله د الله  جل جلاله  او دخلګو محبوبيت نسي تر لاسه کولاى .
 
د اخلاقو لمړى رکن دادى چي انسان بايد د الله جل جلاله  سپېڅلي فرائض او واجبات وپېژني او هغه پخپل ژوند کي عملي کړي. نو هر مسلمان ته ښايي چي د فرضي عباداتو د تر سره کولو تر څنګ دا هم پر ځان لازمي وګڼي چي مسلمان ته به نه د خولي او نه هم د خپلو کړو وړو په وسيله ضرر رسوي او همدارنګه د ټولني د عامو وګړو سره به داسي رويه او چلند کوي چي چاته پکښي د ضرر رسولو نيت او عمل موجود نه وي ، څنګه چي ښه خويونه او ښه اخلاق په اسلام کي ډېر ستر مقام او منزلت لري چي په لاندي ډول ځيني نمونې  د اقسامو په شکل وړاندي کوو:
 
اول: د اخلاقو خپرول د اسلام پــه واسطه :
نبي کريم  صلی الله عليه وسلم  چي دنيا ته راليږل سوى دى د همدې لپاره چي دښو اعمالو او د ښو اخلاقو تبليغ او لارښونه وکړي. په مسند احمد، بيهقي او نورو کي په ډير صافو الفاظو راغلي دي چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  وويل: " بعثت لا تمم مکارم الاخلاق " يعني دنيآ ته زه ددي لپاره را ليږل سوي يم چي د ښو اخلاقو تکميل وکړم.
 
ددي معنا دا سوه چي اسلام او غوره اخلاق له يو بل سره ډېر نژدې تړاو لري چي د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم پخپله وايي چي زه په ټولنه کي د غوره اخلاقو د بهير د بشپړولو په مقصد الله جل جلاله  د پېغمبري په مبارک رسالت باندي مامور کړى يم.
 
دوهم: په ښو اخلاقو سره د دين پېژندل :
په مرسل حديث کي راغلي دي چي يو سړى و نبي  صلی الله عليه وسلم  ته راغي او ويې ويل : اې د الله جل جلاله  رسوله! دين څه شى دى ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  وويل: ښه خوي او اخلاق ( البخاري)
دريم: ښه اخلاق د الله  جل جلاله  په نعمتونو کښي يــو ستــر نعـمـت دى:
 
يو نبوي ارشاد دي :  خير ما اعطي الناس خلق حسن (نسايي و ابن ماجه) 
ژباړه: د الله جل جلاله  په نعمتونو کښي بهترين نعمت چي خلګو ته ورکړل سوى دى هغه ښه اخلاق دي. له اسامه بن شريک رضي الله عنه څخه روايت دى چي موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه وپوښتل چي هغه کوم ښه نعمت دى چي انسان ته ورکړل سوى دى؟ هغه وفرمايل: ښه خوي او اخلاق. (رواه ابن حبان).
 
څلورم: هغه مؤمن غوره او بهتره دى چي ښه اخلاق يې خپل کړي وي:
څنګه چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خپله د ښو اخلاقو په ګېڼه ښايسته او سنبال وو، همدغه  رنګه يې نورو خلګو ته هم د ښو اخلاقو سپارښت کړى دى. لکه پدې حديث کي : چي د حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنه  څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: " ان من خيارکم احسنکم اخلاقا " (متفق عليه)   ژباړه: چي په تاسو کي بهترين شخص هغه دى چي اخلاق يې ښه وي.
 
يو بل حديث شريف دي چي بيا هم د حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: چي له تا سو څخه هغه کس ماته محبوب او غوره دى چي د چا ښه اخلاق وي. (رواه البخاري) او په بل حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: "اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا " (مسند احمد) ژباړه: کامل مؤمن هغه څوک دى چي د ښه خوى خاوند وي.
 
 
پنځم: د قيامت په ورځ چي نيکي زياتوي، هغه اخلاق دي:
د حضرت ابي الدرداء  رضي الله عنه  څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : " ما شي اثقل في ميزان المومن يوم القيامة من خلق حسن فان الله تعالي يبغض الفاحش البذي " ژباړه: د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده په تله کښي هيڅ شى د ښو اخلاقو څخه زيات دروند نه وي ، ځکه چي الله جل جلاله  د بې حياء او بېهوده خبرو څخه نفرت کوي (فاحش ويونکو او بيهوده خبرو کونکو سره دښمني ساتي)
 
شپږم: هغه مومنان چي د ښو اخلاقو خاوندا ن وي:
 د قيامت په ورځ به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په مينه ، محبت باندي نژدې  کېږي ، لکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:  ان من احبکم الي و اقربکم مني مجلسا يوم القيامة احسنکم اخلاقا " (رواه الترمذي) ژباړه: په تاسو کښي چي کوم خلګ زما زيات خوښ دي ، او په قيامت کـي به ماته نژدې او قريب ناست وي، هغه په تاسو کي نېک اخلاقه دي ، چي ښه او نېک اخلاق ولري.
 
اووم: هغه مومن مسلمان چي د نيکو اخلاقو څښتن وي نبي صلی الله عليه وسلم  ورته د جنت زېرى ورکړى دى:
دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: اکثر ما يدخل الجنة التقوي و حسن الخلق " (المستدرک ) ژباړه: زيات تر هغه عمل چي د هغه په اساس به مومنان جنت ته داخلېږي هغه پرهېزګارې او ښه اخلاق دي.
 
اتم: ښه اخلاق د گناهونو د تويولو يوه وسيله ده: 
د ابوهريرة رضي الله عنه  څخه روايت دى چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ان حسن الخلق يذيب الخطيئة کما تذيب الشمس الجليد و ان سوء الخلق يفسد العمل کما يفسد الصبر العسل " (البيهقي)
ژباړه:ښه اخلاق داسي ګناهونه ويلي کوي لکه لمر چي يخى ويلي کوي او بد اخلاقي داسي اعمال خرابوي لکه صبر  (يو ډول تريخ نبات دي )چي شات بي خونده کوي.
 
نهم: مؤمن بنده په ښه خوى سره ډېري لوړي درجي ترلاسه کوﻻى سي :
دعايشې رضي الله عنها  څخه روايت دى: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه واورېدل هغه وفرمايل : ان المؤمن ليدرک بحسن خلقه درجة قائم اليل وصآئم النهار (رواه ابو داود) ژباړه : په تحقيق سره مؤمن په ښه خوى سره هغه درجه پيدا کوﻻى سي څوک چي هره شپه پر نفلي لمونځو وﻻړ وي او دهغه روژه نيوونکي چي د ورځي له خوا څخه نفلي روژې نيسي . 
 
لسم: نبي علیه السلام  الله جل جلاله  ته تل خواست کوى
 چي اخلاق يې ور بهتره او افضل کړي ، حال دا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  دلوړو ، سپېڅلو او نېکو اخلاقو خاوند وو ، د حضرت عايشې رضي الله عنها   څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به دا دعاء فرمايله : (اللهم کما حسنت خلقي فحسن خلقي ) ( رواه ابوداود).
 
ژباړه: ياالهي ! څنګه چى تا زما شکل او صورت ښايسته کړى دى همدارنګه زما خوى او اخلاق هم را ښکلي او ښايسته کړې. (دا دعاء په هنداره کي دکتلو په وخت کي هم  دنبوي سنتو څخه ده چي  وويل سي .)
 
يوولسم: الله جل جلاله  خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په ښو اخلاقو ستايلي دى:
څنگه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ښو اخلاقو څښتن وو ، په قرآن کريم کي هم الله جل جلاله  د نبي علیه السلام  د ښو اخلاقو بيان کړى دى الله جل جلاله  فرمايي: وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ( القلم : الآية ٤) ژباړه : اې محمد صلی الله عليه وسلم  يقينا ته دلوړخوى خاوند يې . يو څو اصحاب کرام رضي الله عنهم  حضرت عايشې  رضي الله عنها  ته راغلل او له هغې څخه يې پوښتنه وکړه ، چي مونږته د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  اخلاق بيان کړه هغې ددغو اصحابو څخه  پوښتنه وکړه چي : تاسو قرآن کريم نه لولئ ؟  ان خلق رسول الله کان القرآن ! يعني د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  اخلاق قرآن  وو . (ابو داود ) 
 
دوولسم :  انسان ته هغه وخت انساني مقام حاصلېږي . چي هغه ښه اخلاق ، ښه خويونه، علم، فکر او عقل ولري :
نو هغه انسان نېکمرغه دى چي د ښو اخلاقو په زېور ښايسته او سمبال وي ، هم  به الله جل جلاله  ته او هم به د الله  جل جلاله  بندګانو ته خوښ وي او هم به په اسلامي ټولنه کي دعزت مقام ولري .
يو شا عر څه ښه ويلي :
 
لکـــــــــــل شىء حسن وزينة       وزينة العاقل حسن الادب
دهر شي لپاره ښايست او گېڼه وي خو دهوښيار سړي گېڼه ښه اخلاق وي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۶ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته