تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځاني ولي مسؤليت
 
  April 6, 2012
  0

د ځاني ولي مسؤليت

د قاصر يعني لېوني ، معتوه او کوچني د جسماني ودي ، د ښووني او روزني ، د صحي او اخلاقي او د واده او نکاح مسؤليتونه د ځاني  سرپرست پر غاړه دي . قاصر که ناروغ سو ولي به يې د مريضي علاج کوي ، ولي به و قاصر ته ښه ادب او اخلاق ورښوي ، په مدرسه کي به يې د تعليم د پاره شاملوي ، د واده غم به يې خوري . البته که قاصر نجلۍ وي نو بيا يې ولي حق نه لري چي د نرو سره ګډ ځاى تعليم يا ښځينه کسب په زده کړي .

تړون کونکي تړو ن کونکو ته مُتَعَاقِدَيْن وايي ، تړون کونکي څلور ډوله دي. (١) اصيل (٢) وكَيْل (٣) ولي (٤) فضولي .


اصيل

 اصيل هغه عاقد ته وايي چي تړون د خپل ځان د پاره کوي مثلاً : خپل شى پر بل چا خرڅوي ، يا يې په کرايه ورکوي ، يا د خپل ځان د پاره نکاح تړي .


وكَيْل


 وكَيْل هغه چاته وايي چي بل څوک د تړون دنده وروسپاري او دى بيا د هغه په نمائندګي د هغه د پاره تړون کوي .

مثال : زيد بکر ته وکالت ورکړى چي د خالد موټر ورته رانيسي ، بکر همداسي وکړه د خالد سره يې د هماغه موټر سودا وکړه ، پدې تړون کي خالد اصيل بلل کيږي ځکه خپل موټر يې خرڅ کړى او بکر بيا وكَيْل بلل کيږي ځکه موټر يې د زيد د پاره د هغه په وکالت رانياوه .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته