تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولور
 
  April 5, 2012
  0

 په نكاح كي مهر يعني ولور حتمي او لازمي دى ، ولور د ښځي خپل ځانګړى او شخصي حق دى ، پلار ، ورور ، مور او بل هر څوك چي وي د دې حق نه لري چي د ښځي ولور د ځان د پاره واخلي او د خپل ملك او مال په ډول د هغه څخه كار واخلي د ښځي د پاره چي هر څونه ولور وټاكل سي ، هغه به ټول د مېړه لخوا وښځي ته وركول كيږي .

د ښځي ولور د هغې د اجازې پرته د خپلوانو څخه  بل څوك د دې مېړه ته نسي ور بخښلاى او نه يې ور كمولاى سي .د ولور زيات مقدار ځان ته ټاكلى حد نه لري هر څونه ولور چي د نكاح په تړون كي د دواړو خواوو په موافقه وټاكل سي هغونه مقدار ولور يې د ميړه پر ذمه لازميږي .

د ولور ټيټ مقدار ځان ته حد لري ، هغه دا چيولور به تر لسو شرعي درهمونو كم نه وي (۷)  .د مخه مو ولوستل چي د ولور زيات مقدار ځان ته ټاكلى حد نه لري پر هر څونه ولور چي د دواړو خواوو موافقه وسي هغونه ولور لازم كيږي او هغه ټول د ښځي حق گڼل كيږي . البته زيات ولور اخيستل په شريعت كي د ستايني وړ كار نه دى بلل سوى او نه د ښځي او هم د هغې د پلرنۍ د پاره وياړ او عزت بخښي . ولور چي هر څونه لږ وي په هغه كي ښېگڼي او خير وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم چي خپلو ښځو ته څونه ولور وركړى دى او يا يې د خپلو لوڼو د پاره څونه ولور اخيستى دى د هغه اندازه د عايشې رضي الله عنها د روايت پر بنسټ پنځه سوه درهمه وو  ، پنځه سوه درهمه 
(۱/۲ - ١٤٨٧) څوارلس سوه اوه اتيا نيم ګرامه سپين زر کيږي . 
 
 ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
يادونه: د ولور په اړه نور تفصيلي معلومات دلته لوستلای سی: د ولور شرعي حيثيت
 
-----------------------
(۷): د مورخ عَلِيُّ بَاشَا مُبَارَكٌ د څيړني له مخي د عبدالملک بن مروان د زمانې يو دينار د نن عصر د پاو باندي څلورو ګرامو سره برابر دى ، نو پدې اساس لس درهمه د نهه ويشتو ګرامو  اعشاريه پنځه اويا سره برابريږي ځکه لس درهمه د اوو مثقالو يعني دينارو برابر دي ( من الموسوعة الفقهية الکويټية )
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته