تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوراک کولو آداب
  تعلیم الاسلام
  June 19, 2016
  0

 رالېږونکی: حاجي نعمت الله شاکر- هرات

خوراك كول كه پر خپلو شرائطو برابر وي ، د مسلمان  لپاره هم جسمي ګټه لري، ځكه د خوراك اصلي مقصد د عبادت او  انساني ژوند  لپاره جسماني قوت دى ، او هم الله جل جلاله د اخرت په ورځ ثواب او اجر وركوي ځكه په سالم جسم سالم  عبادت كيږي، شرطونه به يې لاندي ذكر سي :

 
كه د لاندي علتونو څخه يو علت موجود وو د درجو په نظر كي نيولو سره منع سته :
 
۱ -  نجاست:  كه د خوراك هر شى نجس وو د هغه خوړل حرام دي لكه وينه ، د وحشي ( حرامو سوو ) حيواناتو غوښي  او نور ځكه د داسي شيانو خوړل يا د الله جل جلاله له طرفه منع سوي دي ، چي موږ مكلف يو بېله دې چي د هغو په  ضررونو  يا د الله جل جلاله  په حكمت ځان پوه كړو بايد د هغه څخه ډډه وكړو او د منهياتو ضرر يقيني دى ځكه تر  تحقيقاتو  وروسته د ډېرو حرامو كارونو لوى لوى ضررونه كشف سوي دي چي نه علاج لري او نه ور څخه خلاصي سته  يا د انساني ټولني په ضرر وي.
 
۲ -  ضرر: كه يو شي ذاتاً خو پاك وي نجس نه وي اما د هغه خوړل د انسان په ضرر وو د هغه خوړل هم حرام دي لكه  زهر .
 
۳ -  استخباث: كه يو شى داسي وو  چي د هغه خوړل د انسان د ذات سره نه ښايي د هغه خوړل هم منع دي لكه چنجيان ، مرداري  لوشي او نور.
 
۴ -  سكر: كه د يوه شي استعمال د انسان عقل ته مؤقتي يا دايمي زوال پيښوى يعني انسان په هغه نشه كيدى د هغه  استعمال هم حرام دى.
 
د خوراك مقدار
 
۱ -  مستحب خوراك: هومره خوراك كول چي انسان پر خپلو عادي او عبادي كارونو قدرت پيدا كړي دومره خوراك كول  مستحب دى ځكه دلته د انسان روغتيا خو  يقيني ده اما قدرت يي ظني دى نو ځكه پدغه اندازه خوراك كول ډېر ثواب نلري. 
 
۲ -  سنت خوراك: پر هومره خوراك بسنه كول چي نور خوراك ته يي هم اشتهاء وي ، دومره خوراك كول سنت دی ځكه  دلته دده د جسم او بدن قدرت او صحت يقيني دی يعني په كافي اندازه خوراك كول د قدرت او قوت ضمانت هم كوي او د صحت سبب هم ګرځي.
 
۳ -  مباح  خوراك : تر مړېدلو  پوري خوراك كول مباح دی اما  پداسي اندازه خوراك كول قوت او قدرت احتمالي دى  اما صحت ته ضرر هم احتمال لري نو ځكه پر داسي خوراك هيڅ  ثواب نسته ځكه چيري چي د خير او شر دواړو احتمال وي هلته هغه عمل مباح بلل كيږي او د مباح اعمالو څخه ځان ساتنه د تقوا غوښتنه ده.
 

۴ -  فرض  خوراك :  د لوږي څخه د مرګ پر وخت د مرګ څخه د راګرځېدلو په نيت ډېر لږ اندازه د نجس يا حرام شي  خوړل نه يوازي دا چي جائز دي بلكي فرض دي دا استثنائي حالت دى.
 
۵ -  مكروه  تحريمي خوراك : د تقوا په نيت دومره لږ خوراك كول چي د عبادت كولو څخه عاجز سي ، ځكه دلته د خوراك اصلي مقصد چي د انساني ژوند او عبادت لپاره  جسماني قوت دى نه پوره كيږي.
 
 
د خوراكي  اسبابو  غوره  كولو  حكم 
۱ -  يقيني اسباب : د يقيني اسبابو غوره كول فرض دي او پرېښوول يي ګناه ده ، لكه كافي غذا او اوبه .
۲ -  ظني اسباب: د ظني يا احتمالي اسبابو غوره كول مباح دي او پرېښوول يي ګناه نده ، لكه دوا او ميوې .
۳ -  وهمي  اسباب  : د وهمي اسبابو غوره كول حرام دي ، لكه د صحت لپاره بر بدن خالونه ، داغونه او نور شګومونه .
 
 
د خوراك اداب
۱ -  د خوراك په وخت كي اسراف :
 
الف : دډوډۍ خوړلو پر وخت د ډوډۍ څنډي پرېښوول او د ډوډۍ منځ خوړل ، كه هغه د ډوډۍ څنډي بل چا وخوړلي پروا  نلري .
 
ب : د ډوډۍ پړسېدلى ځاى خوړل او نوره پرېښوول.
 
ج : د لوېدلي ګولې نه خوړل يعني كومه ګوله چي د لاس څخه ولويږي هغه ګوله نه خوړل.
 
د خوراك لپاره سنتونه :
الف : د ډوډۍ څخه مخكي د دواړو لاسونو تر بندونو پوري پريولل ، د ډوډۍ څخه مخكي د خولې پرېولل شرعي اصل نلري او دا د طبي تحقيقاتو وروسته هم مؤثر كار بلل سويدى چي د خولې په پريوللو د خولي انزايمونه چي هضمي فعاليت كوي بې كيفيته كيږي او هضمي مشكل جوړوي.
 
ب : د ډوډۍ  څخه مخكي لمړى د ځوانانو او ورپسي د سپين ږيرو لاسونه پريولل چي سپين ږيري د ډوډۍ تر وخته ډېر  انتظار ونكړي .
 
ج : د ډوډۍ څخه مخكي بايد لاسونه وچ نسي.  
 
 د : تر ډوډۍ خوړلو وروسته دي لمړى د سپين ږيرو او ورپسې د ځوانانو لاسونه پريلل سي چي سپين ږيري ډير انتظار نسي .
 
هـ : تر ډوډۍ وروسته لاسونه پريولل او وچول.
 
و :  د ډوډۍ پیل او ختم به مالګه سره كول او ددې سنت مؤثريت هم اوس كشف سوی دی چي د هضمي سيستم فعاليت  آماده كوي او د انزايمونو غُدې ( چي د خولې څخه شروع په معده او حتىٰ د كولمو په يوه برخه كي هم په مختلفو نومونو او مختلفو تركيبونو غُدې موجودي دي) فعالوي او د انزايمونو ترشُح ته يي تحريكوي.
 
 

 

سرته