تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۲ برخه)
 
  March 9, 2012
  0
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار

رالېږونکی: جواد
 
۲.   بـــرخه 

د اسلام د مدرسې د پخوانیو مسلمانانو یوازینی منظور د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم رضا، د کلمة الله اعلاء، د اسلام حاکمیت، د بشري افرادو او  ټولنو هدایت او سعادت، د حق ،عدالت، اخلاقي فضایلو، انساني ارزښونو، ذات البیني او بین المللي اړیکو او تعاملاتو احترام او د دغو ښو فضایلو او عالي اصولو  د استحکام  او استقرار په غرض د کفر، الحاد، ظلم او فساد د عناصرو او د هغو د مادي قوتونو په مقابل کښ په قوي ایمان ، پوره ثبات، ښه اطمینان او د ایثار او فداکارۍ په عالي روحیې سره جنګیدل او د باطل او موهوم پرستۍ له څپاندو او خطرناکو سیلابونو څخه د نجات ، سلامتیا او اطمینان ساحل ته د نارام او سربداله بشریت ویستل او د بدبختۍ او کړاوونو له ژورو او د نفساني د ناوړه هوسونو او شیطاني غولونکو هڅونو څخه د خلکو ژغورل او د تقوی ،عبادت او ښیګڼو په کولو سره دنیوي او اخروي عزتونو او مقامونو ته رسول وو.                                                              
همدغه د اسلام د مدرسې صادق او مخلص مسلمانان دي چې د هغو سره د یوه الله جل جلاله د عظمت او جلال او د هغه د محیط او کامل علم او قانون احساس موجود وو.او تقوی او اخلاص د هغو د ژوند اصلي شعار او د عملونو حقیقي معیار وو. او چا چې به ګناه وکړه نو هغه به پر خپلې ګناه ډیره پښیماني ښودله او پر خپل ځان به ېې له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه د الهي قانون او حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کوله.
 
د دې حقیقت او واقعیت نه هیریدونکی مثال ماعز بن مالک الاسلمي ( د دوی د موضوع بیان بخاري، مسلم، ابوداؤد او هم جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کښ کړی دی او بل غامدیه ( د دغې ښحې ذکر په مسلم او اصحاب السنن او جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کښ شویده) ده دغو له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه د خپلې ګناه په باب د الهي حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کړې ده او الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د تحقیق او ثبوت له مخې دواړه باندې الهي حکم تطبیق او جاري کړی دی څو په دې وسیله د ګناه له مسؤلیت څخه خلاص او په سپیڅلي ځان او حالت د الله جل جلاله و عظم شانه حضور ته ورشي او د هغه د اِنعام او اجر مورد وګرځي.
         
بل له جهاد څخه د بې عذره پاتې کیدلو د مسؤلیت د احساس او د خپل مخالفت د تقصیر د فیصلې په باب د هغو دریو تنو پخوانیو مسلمانانو د انتظار قصه ده او هغه داسې چې کوم وخت الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د مجاهدو مسلمانانو سره د تبوک غزا ته لاړ په دغه وخت کښ هلال بن امیه، مرارة بن الربیع او کعب بن مالک رضی الله تعالی عنهم له جهاد څخه چې د معافیت عذرونه ېې نه لرل په خپلو کورونو کښ پاتې شول او بیا چې الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم  د خپلو مجاهدو ملګرو سره  د تبوک غزا څخه راستون شو نو دغو دریو تنو  الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته د خپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو په باب د درواغو پلمې ونه کړې بلکه څه چې حقیقت وو هغه ېې وویل او پر خپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو ېې ډیره پښیمانتیا وکړه او خپل ځانونه ېې مسؤل وګڼل او بیا ېې خپل ځانونه  د مسجد پر ستنو وتړل او په انتظار کښ شول څو د دوی د تقصیر په باب الهي حکم صادر شي او د دوی د مخالفت او تقصیر نتیجه معلومه شي الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په دې چې دغو دریو تنو مسلمانانو د تبوک د غزا په نسبت مخالفت او تقصیر کړي دي د هغو سره ېې خبرې پریښودلې او مسلمانانو ته ېې هم حکم وکړچې د هغوی سره څوک ونه غږیږي تر دې چې د هغو سره له خبرو کولو څخه د هغوی د کورنیو غړي او خپلوان ېې هم منع کړل.
                 
دغو دریو تنود ډیرې پښیمانتیا او خفګان شپې سبا کولې او د خپل مخالفت او تقصیر په باب د الهي حکم  په انتظار کښ وو، هماغه وو چې د پنځوسو (۵۰) ورځو له تیریدلو وروسته الهي لوی او مهربان ذات پر هغوی باندی ورحمیده او د هغوی توبه ېې قبوله کړه او  دغه موضوع د قرآن د (التوبه) سورت په ۱۱۷-۱۱۸ آیتونو کښ یاده شوې ده. 
                                    
همدغه د اسلام د مدرسې لمړني خوراښه مصلحت پیژندونکي او حق منونکي مسلمانان دي چې هغو د خپل ژوند او عمل اساس او د ښو او بدو، خیر او شر، او د حق او باطل د تشخیص او معرفت معیار او دلیل قرآن او نبوي سنت ګرځولي وو، هغو د قرآن او نبوي سنت په رڼا کښ د دنیا او آخرت د ښیکڼو او نعمتونو غوښتنه کوله ، د اختلافاتو او جګړو د منځه وړلو په غرض ېې د الهي کتاب قرآن او نبوي سنت حکم او فیصلې ته غاړه ایښودله او له دنیوي او مادي غرضونو او د جاه او دبدبې د  مقامونو او نورو نفساني  ناوړه غوښتنو له منلو او پیروۍ څخه ډډه کوله .            
د اسلامي تاریخ په استناد کله چې الهې پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم (۶۳) کلنۍ په عمر په مدینه منوره کښ د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه د دوشنبې په ورځ د اجل ته لبیک ووایه او له دنیوي فاني ژوند څخه ېې سترګې پټې شوې دغه الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لا ښخ شوی نه وو چې د مدینې انصارو د بنو سعد په سقیفه کښ د حضرت سعد بن عباده په شا او خوا کښ راغونډ شول او د خلافت موضوع ېې منځ ته کړله.
 
هماغه ؤ چې په دغه وخت کښ یو تن حضرت ابو بکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنهم ته راغی او دغو دواړو ته ېې داسې وویل: 
      
که غواړی د هغو د خبرې له غټوالي څخه مخکښ د هغوی د موضوع درک وکړی نو خپل ځانونه ورورسوۍ.

هماغه ؤ حضرت عمر حضرت ابوبکر ته وویل:
 
انطلق بنا الی اخواننا من الانصار حتی ننظر ما هم علیه. 
                        
مونږ سره زمونږ انصارو وروڼو ته لاړ شه څو د هغو د حال لیدنه او د موضوع معلومات وکړو. بیا دواړه چې حضرت ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله تعالی عنه هم د هغو سره ملګری وو د انصارو غونډې ته ورغلل...
 
ان شاءالله ور بیا...

        
 

 

سرته